تازه خبرونه

طالبان دې له تاوتریخوالي لاس واخلي- دیني عالمان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د یني عالمان له وسلوالو طالبانو غواړي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او خپلې غوښتنې د خبرو له لارې مطرح کړي.

د سولې عالي شورا په غوښتنه د هېواد شاوخوا اووه سوه دیني عالمان په کابل کې راټول شوي او په دوه ورځنۍ غونډه کې يې د جګړې د پای ته رسولو او سولې د ټينګښت لپاره ځينې سپارښتنې وکړې.

دیني عالمانو، چې شمېر یې اووه سوه ته رسیده وویل، چې د افغانستان جګړه تحمیلي ده او دښمنان ترې ګټه پورته کوي.

د سولې عالي شورا رييس محمد کریم خلیلي وايي، چې دیني عالمان د سولې په راوستو کې اغېزناک رول لوبولی شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دیني عالمانو هڅې سولې ته اړینې دي. د دوی زړه سوی او همغږي ښکېلې خواوې اغېزمنولی شي او سولې ته زمینه برابروي. له عالمانو غواړو ، چې په دې اړه خپل مسوولیت تر سره کړي.

دیني عالم عطاالله فیضاني پر طالبانو غږ وکړ، چې د خلکو له وژنې، انفجار او انتحاره لاس واخلي او له قانوني لارو مخکې ولاړ شي.

د دیني عالمانو په اعلامیه کې راغلي، چې ګاونډ هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړې او نړیوال دې پر هغوی فشار واچوي، چې له لاسوهنو لاس واخلي.

خبریال: رفیع صدیقي  

Trending

Exit mobile version