تازه خبرونه

طالبان دې د رهبري شویو لایزري بمونو باران ته په تمه وي- جیمز هکر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د هوایي ځواکونو قومندان ویلي، چې طالبان دې په خپلو سنګرونو کې د رهبري شویو لایزري بمونو باران ته په تمه وي.

د امریکا تر ټولو سترې پوځي الوتکې بیا د افغانستان ماموریت ته راګډې شوي او په تېره یوه اوونۍ کې یې د بدخشان ولایت د یوې سرحدي سیمې د طالبانو پر اته موخو بمونه غورزولي دي.

په افغانستان کې د امریکا د هوایي ځواکونو قومندان جیمز هکر ویلي؛ په نږدې راتلونکې کې دې طالبان لایزري رهبري شویو  بمونو ته په تمه وي، چې په خوندي پټنځایونو به یې وغورزول شي.

افغان ملي اردو په وروستۍ اوونۍ کې په منځنۍ کچه څلوېښت بمونه د طالبانو پر سنګرونو غورزولي دي. په داسې حال کې، چې د امریکا هوایي بریدونه په وروستۍ یوه اوونۍ کې ۲۵ ته رسیدلي دي.

دا مهال افغان هوایي ځواکونه ۱۲ سوپرتوکانو الوتکې لري. په داسې حال کې، چې امریکا غواړي دغه الوتکې ۲۵ ته ورسوي او افغان ځواکونو ته به جنګي او لیږدوونکې چورلکې هم ورکړي.

جیمزهکر زیاته کړې، چې په راتلونکې کې به افغان ځواکونه د ۳۲ اې – سي ۲۰۸ ډوله الوتکو خاوندان شي. دا الوتکې سي دوه سوه اته ډوله ته ورته دي؛ خو جنګي رهبري شوي لیزري بمونه له ځان سره لیږدوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د هوا له لارې غواړي یاغي ډلې په نښه شي؛ ځکه هوایي موخه لرونکي بریدونه د ترهګرو د ځپلو لپاره ګټور دي.

امریکایی ځواکونو په دې وروستیو کې د افغانستان پر لیرې پرتو سیمو هوایي بریدونه دوه برابره کړي او امریکا دا هم په ډاګه کړې، چې د طالبانو د نشه یی توکو د تولید ۳۵ مرکزونه او درې بازارونه تر هوایي بریدونو لاندې راغلي دي.

خبریال: فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version