تازه خبرونه

طالبانو د امریکا له کانګرس غوښتي، چې ترمپ سولې ته وهڅوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

وسلوالو طالبانو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له کانګرس او خلکو غوښتي، چې ولسمشر دونالد ترمپ د سولې خبرو ته وهڅوي.

که څه هم د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره د سولې خبرې رد کړي؛ خو د امریکا له کانګرس او خلکو څخه سولې ته د دونالد ترمپ د هڅولو غوښتنې بېلابېلې اندېښنې راپارولې دي.

واشنګتن پست ورځپاڼې په ډاګه کړې، چې طالبانو له امریکایي سناتور راند پاول غوښتي، چې د خبرو اترو لپاره د قطر سیاسي دفتر ته ور شي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي، طالبان کمزوري شوي؛ رهبري یې په افغانستان کې له ځپل شوې او جنګي ځواک یې له لاسه ورکړی دی.       

د سولې عالي شورا د سولې د خبرو اترو واک لرونکی یوازې افغان حکومت بولي؛ خو وایي، چې د افغانستان متحدین هم کولی شي دې بهیر ته زمینه برابره کړي.

د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسم یار ویلي، سوله او په اړه یې خبرې باید د افغانانو په واک کې وي او خبرې هم د افغانانو تر منځ وي. یو هېواد هم حق نلري، چې د افغانستان په استازیتوب له طالبانو سره خبرې وکړي.     

په دې وروستیو کې بي دوه پنځوس امریکایي بم غورزوونکیو الوتکو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر وسلوالو مخالفینو بمبارد کړی او امریکایي چارواکو او ناتو هم خبرداری ورکړی، چې وسلوالې ډلې به وځپل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي، چې خبرو ته د وسلوالو طالبانو غاړه کیښودل د هغو کمزوري ښيي؛ اوسمهال دوی او د دوی ملاتړي هېوادونه تر فشار لاندې راغلي دي.       

د افغانستان او سویلي آسیا په تړاو د ترمپ تګلارې له اعلان وروسته پر پاکستان فشارونه پراخه شول او پر دې هېواد دا نیوکه هم کیږي، چې ترهګرو ته یې پناه ورکړې؛ باید د وسلوالو طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې کوټلي او عملي ګامونه پورته او خبرو ته یې اړ کړي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version