تازه خبرونه
طالبانو د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ مرکزي پوسته ونیوله
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د فراه ولایت امنیتتي چارواکو په ډاګه کړې، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د پشترود ولسوالۍ پر مرکزي پوسته ډله ییز برید کړی دی.
د فراه ولایت امنیه قومندان گلبهار مجاهد وایي، د پشترود ولسوالۍ د دغې پوستې په نښته کې د ملي پولیسو اته سرتېري وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، په دې نښته کې طالبانو ته هم ځاني زیان رسیدلی دی.
د فراه ولایت امنیه قومندان ګلبهار مجاهد وایي، د یادې پوستې د بیا فعالولو لپاره دې ولسوالۍ تلي یو او ډېر ژر به بېرته فعاله شي.