تازه خبرونه

طالبان دې د حکومت له افغان عالمانو سره مناظرې ته راوړاندې شي- د سولې شورا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کله، چې وسلوالو طالبانو په اندونیزیا کې د افغانستان د روانې جګړې په اړه د دیني عالمانو له غونډې سره مخالفت څرګند کړ؛ د افغانستان د سولې عالي شورا له طالبانو وغوښتل، چې د حکومت له افغان عالمانو سره دې مناظرې ته راوړاندې شي.

د کابل په کنفرانس کې وسلوالو طالبانو ته د سولې وړاندیز او په اندونیزیا کې د افغانستان د جګړې په اړه د دیني عالمانو جوړیدونکې غونډې د طالبانو دریځ نرم نکړ او وسلوالو طالبانو په اندونیزیا کې د دیني عالمانو له جوړیدونکې غونډې سره خپل مخالفت څرګند کړ او د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا له دیني عالمانو یې غوښتي، چې په دغه غونډه کې ګډون ونه کړي.

د سولې عالي شورا وايي، چې دوی به د اندونیزیا غونډه تحریم نه کړي او طالبان دې د حکومت له افغان عالمانو سره مناظره وکړي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، که هغوی غواړي د اندونیزیا غونډه تحریم کړو؛ نو دا به ناشونې وي. هغوی دې راشي زمونږ او د نورو هېوادونو له عالمانو سره دې مناظره وکړي. مونږ چمتو یو، چې له هغو سره یو کنفرانس ولرو.

د سولې عالي شورا تمه لري، چې په نږدې ورځو کې به یوه برخه وسلوال طالبان د سولې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

د دیني عالمانو د شورا غړی بصیر حقاني وايي، چې د اندونیزیا غونډه به تحریم نکړو او په دې غونډه کې به وسلوال طالبان و هڅول شي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

پوځي کارپوه جاوید کوهستاني پر جګړه او نظامي فشار ټينګار کړي او زیاتوي، چې وسلوال طالبان باید د زور له لارې خبرو ته کېنول شي.

نوموړی وایي، تر دې دمه طالبان د هېواد ډېره جغرافیه تر واک لاندې نلري؛ پوځي فشار هم پرې راغلی نه دی، چې سولې ته  چمتو شي.

د هغه په وینا؛ حکومت په ژمي کې هم دغه ډله تر فشار لاندې نده راوستې.

د ملي وحدت حکومت د کابل په غونډه کې وویل که، طالبان سولې ته غاړه کیدي، د سیاسي ډلې په توګه به په رسمیت وپېژندل شي، د بندیزونو د لیرې کسیدو تر څنګ به نور لازم سهولتونه هم ورته برابر شي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version