تازه خبرونه
طالبانو د فراه د اناردرې ولسوالۍ امنیه قومنداني نيولې
د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وایي، چې طالبانو د انار درې ولسوالۍ امنیه قومنداني نیولې؛ خو دمګړۍ هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په سیمه کې نښته روانه ده.
نوموړي آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د انار درې پر ولسوالۍ پراخ برید پیل کړ او د دوشنبې پر سهار یې د دې ولسوالۍ امنیه قومنداني ونیوله؛ خو د اړوند ولسوالۍ امنیه قومندان تر دې دمه ورک دی.
د فراه والي ویاند ناصر مهري وايي، چې تازه دمي سرتیرې د نښتې ځای ته له رسیدو مخکې د وسلوالو طالبانو د کمین سره مخ شول.
د فراه ولایتي شورا رییس فرید بختور وايي، په دې جګړه کې طالبانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
ښاغلی فرید بختور زیاتوي، چې د فراه د انار درې ولسوالی امنيه قومندان ټپې شوی دی.
د فراه ولایتي شورا غړې جمیله امنیي وایي، چې طالبانو د نورو پرمختللو وسلو ترڅنګ کیمیاوي وسلې هم ترلاسه کړي دي.
طالب وياند قاري يوسف رسنیو ته په ډاګه کړې، چې طالبانو تېره شپه د فراه ولايت اناردرې ولسوالۍ مرکز، امنيه قومنداني او ټول اړوند تاسيسات نيولي دي.
د نوموړي د څرکندونو له مخې؛ په دې نښته کې د ولسوالۍ د امنيه قومندان په گډون ١٥ عسکر وژل شوي دي.
د فراه د مرکز یو شمیر اوسیدونکي وايي، سلګونه وسلوال طالبان له نورو ولایتونو ورغلي او د یوه لوی برید هوډ لري.
د انار درې ولسوالۍ له سقوط وروسته سیمه ییز چارواکي حاضر نشول، چې رسنیو ته ځواب ووايي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د دې ولایت د بالابولوک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې هم لسګونه کماندو ځواکونه وژل شوي دي.