تازه خبرونه

طالبانو د فراه ښار د شمالګاه په اړوند سیمه کې ۵ پولیس وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې د فراه په شمالګاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې  طالبانو برید کړی، چې په کې ۵ کسه وژل شوي او د پوستې ټول تجهیزات یې وړې دي.

د فراه ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزایي وایي، دغه پوسته د فراه په شمالګاه سیمه کې د سې شنبې پر سهار د طالبانو تر برید لاندې راغلې ده.

هغه زیاته کړې، چې وسلوالو طالبانو پر دغه ولایت د محاصرې کړۍ را تنګه کړې او په ډېرو ولسوالیو کې یې نفوذ کړی دی.

هغه وايي، چې د فراه د  ګلستان، خاک سفید، بکوا او بالابلوک ولسوالیو ډېرې برخې له وسلوالو طالبانو سره دي.

که څه هم د فراه والي ویاند ناصر مهري په دي اړه له څه ویلو ډډه کوي؛ خو وایي، چې په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ وسلوال وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د فراه د خلکو قومي مشر عبدالستار حسیني له اړوند مسوولینو غوښتي، چې فراه ته تازه دمې سرتېري ولیږي.

داسې راپورونه هم شته، چې په فراه ولایت کې وسلوالو مخالفینو په امنیتي لیکو کې نفوذ کړی؛ نو، ځکه په پرلپسې توګه د فراه ښار امنیتي پوستې وسلوال طالبان نیسي. ان په ځينو مواردو کې سرتېري مسموم شوي او بیا وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې په فراه کې له لاسه د وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

وسلوالو طالبانو په تېرو ۵ ورځو کې د فراه انار دره ولسوالي او په نور ولسوالیو کې پېنځه امنیتي پوستې ونیولې، چې افغان امنیتي ځواکونو ته په کې د سر تلفات هم واوښتل.

ټاپي پروژه له بالابلوک او ګلستان څخه تیریږي او هرات ته ځي او بیا له هلمنده تېریږي.

مسولینو ویلي؛ تېره ورځ د فراه د انار درې ولسوالۍ د لاس په لاس کیدو له کبله د اناردرې د پولیسو د قومندان په ګډون دولس امنیتي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون اته پنځوس تنه نور ټپیان شوي دي.

Trending

Exit mobile version