تازه خبرونه
طالبانو د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوال او امنیت آمر وژلي
تېره شپه د غزني ولایت د خواجه عمري پر ولسوالۍ د طالبانو په ډله ییز برید کې د دې ولسوالۍ د ولسوال علي دوست شمس او امنیت آمر په ګډون دولس کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د غزني ولایت امنیه قومندان محمد زمان خوستي په ډاګه کړې، چې د پنجشنبې د شپې پر دوه بجو طالبانو د دې ولسوالۍ ماڼۍ پر توغندیزو بریدونو وسوځوله.
ښاغلي خوستي زیاته کړې، چې د هوایي ځواک پر رارسیدو په دې ولسوالۍ کې ۲۷ طالبان له پښو وغورزول شول.
د خواجه عمري ولسوالۍ د پراختیایي شورا رییس سمیع الله شریفي ویلي، چې په دې پېښه کې د دې ولسوالۍ د امیت آمر او ولسوال هم وژل شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ دغه ولسوالي له پېنځو نورو ناامنو ولسوالیو سره ګډه پوله لري، چې هر وخت کولی شي اړوند سیمې تر ګواښ لاندې راولي.
د غزني ولایت امنیت آمر رمضانعلی محسني ویلي، چې د هېواد هوایي ځواکونو هم طالبان بې ځوابه نه دي پریښي او ۴۵ طالبان یې له پښو غورزولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې خلکو څرګنده کړې، چې طالبانو د خلکو له موترو څخه په ګټه پورته کولو خپل جسدونه له سیمې لیږدولي او امنیتي ځواکونه پخپل وخت سیمې ته نه دي رارسیدلي.
د سیمې خلکو دغه راز زیاته کړې، چې سیمه ییزو ځواکونو تېره شپه په ساعتونو له طالبانو سره جګړه وکړه؛ خو د مرستې لپاره یې ځواکونه ؛ ځکه راونه رسیدل، چې دا ځواکونه په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شول.
ویل کیږي، چې د دې ځواکونو یو هاموی هم سوځول شوی دی.
په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمد عارف رحماني ویلي، چې دا ولسوالي د غزني له ښار سره لږیدلې، خو سیمه ییز چارواکي پر ولسوالۍ له بریده یا خبر شوي نه دي او یا یې تر یو وخته چوپتیا غوره ګڼلې ده.
هغه زیاتوي: کله، چې د مرستې لپاره ځواکونه لیږل کیږي؛ نه یوازې له خنډونو سره مخ کیږي، بلکې تلفات هم ویني.
نوموړي زیاته کړې، چې امنیتي، کشفي او استخباراتي ادارې په غزني کې د شرم پړاو ته رسیدلي او همغږي نلري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ نیولې او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ و ژوبله اړولې؛ خو سیمه ییزو چارواکو دا ادعا رد کړې ده.
خواجه عمري ولسوالي د ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې پرته ده او ښاري خلک د رخصتیو او جمعې په ورځو کې دې ولسوالۍ ته د سیاحت او چکر لپاره راځي.