تازه خبرونه

طالبان دې د سیاسي ګوند په توګه په ټاکنو کې ګډون وکړي- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني او د هېواد لومړۍ میرمن د شنبې پر ورځ(د وري ۲۵) چې د ټولو ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د رای ورکولو مرکزونه پرانستل شوي؛ په رسمي توګه ځانونه ثبت کړل او له طالبانو یې وغوښتل، چې د یوه سیاسي ګوند په توګه د ولسي جرګې او ولسمشرۍ په راتلونکیو ټاکنو کې ګډون وکړي.

له ولسمشرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني خلکو ته په خطاب کې وویل: میرمنې او نرینه ټول دې په یوه غږ د رای ورکولو بهیر ته ورودانګي لکه څنګه، چې زه او لومړۍ میرمن نن په دې بهیر کې نوملیکنه کوو.

ولسمشر غني د جګړې د پای ته رسولو لپاره طالبانو ته ویلي: ټاکنې د فکري او سیاسي اصلاحاتو لپاره یوه وسیله ده، چې د خلکو د رڼو رایو پر بنسټ رامنځته کیږي او د خپلې خوښې سیاست د جبري سیاست ځای نیسي؛ ځکه، چې خلک نور له جګړې ستړي شوي دي.  

ښاغلی غني یو ځل بیا ژمنه کوي، چې حکومت په ټاکنیزو بنسټونو او راتلونکیو ټاکنو کې د مداخلې نیت نه لري او هیڅ حکومتي چارواکي او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو کاندیدانو ته اجازه نه ورکوي، چې په دې بهیر کې مداخله وکړي.

ولسمشر غني د ټاکنو له کمیسیون غواړي، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی پیل کړي.

ولسمشر غني دغه راز د ولسي جرګې له غړیو هم غواړي، چې خلکو ته د خپلو کړنو راپور ورکړي او له مدني بنسټونو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د ټاکنو له بهیره جدي څارنه وکړي.

ولسمشر غني هم د ټاکنو له کمیسیون غواړي، چې په ناامنو سیمو کې هم د نوملیکنې زمینه برابره کړي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د نوملیکنې لپاره اووه زره درې سوه یوشپیته مرکزونه په پام کې نیول شوي، چې ۱۵ سوه مرکزونه په لومړي پړاو کې پرانیستل شول او پاتې نور به په دوه یم پړاو کې د ولسوالیو لپاره پرانیستل شي.

Trending

Exit mobile version