بلخ @ps
طالبانو د بغلان په دوشي کې برښنا ستن الوځولې
چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو د بغلان په دوشي ولسوالې کې د ۳۶۰ میګاواته برښنا لیږدونکې یوه ستن په بشپړه توګه ویجاړه کړې او پر کابل او پروان یې برښنا پری کړې ده.
د بغلان برښنا شرکت وايي، دا ستنه په بشپړه توګه ویجاړه شوې؛ خو د برښنا پر نښلو لو کار روان دی.
د بغلان امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع وايي، د شپې پر دوه بجو او ۴۵ دقیقو وسلوالو طالبانو د دوشي ولسوالۍ په پیازقولي سیمه کې د برښنا یوه ستن الوځولې ده.
هغه زیاته کړې، چې په یوه بله پېښه کې د شهاب الدین ډنډ د وردګو په سیمه کې یوې چاودنې ۹ طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.
ښاغلي سریع په ډاګه کړې؛ دغو کسانو غوښتل ماین جوړ کړي، چې پرې چاودلی دی.
د بغلان پولیس وايي، په دې ولایت کې د وارداتي برښنا ۷۰۰ ستنې درول شوي او امنیت یی هم ټینګ دی؛ خو برښنا شرکت په سیمه کې له امنیتي ستونزو اندېښمن دي.