تازه خبرونه

طالبانو له افغان چاوراکو او ځینو هېوادونو سره خبرې کړي- جان نیکلسون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان وایي، طالبانو له افغان چارواکو او ځینو هېوادونو سره خبرې کړي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د ناتو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د بروکسل په دوه ورځنۍ ناسته کې د نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان وغږېدل او د سولې د بهیر د روان ساتلو تر څنګ یې له افغان ځواکونو څخه پر اوږدمهاله ملاتړ هم ټینګار وکړ.

د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون د آریانا نیوز د دې پوښتنې په ځواب کې چې: آیا طالبان چمتو دي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، وویل: دا، چې طالبانو د ولسمشر غني د سولې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي، جالبه ده؛ فکر کوو دا موضوع پر دې معنا ده، چې مونږ بیا د سولې او جګړې یوه بل پړاو ته ننوځواو طالبانو په بېلابېلو کچو کې په غیر رسمي ډول او د پردې تر شا حکومتي مشرانو او دغه راز له نورو سیاستوالو سره خبرې کړي او د سیمې له زیاترو هېوادونو سره د خبرو په حال کې دي. مونږ هیله من یو، چې دغه  خبرې حتا د جګړې د دوام په صورت کې هم روانې وساتل شي.

هغه دغه راز د جګړې په دې فصل کې د افغان ځواکونو پر پرمختګونو ټینګار وکړ او وایي: طالبان اوس د دې توان نه لري، چې ښارونه ونیسي؛ ځکه، چې افغان او نړیوالو ځواکونو د دې ډلې مالي سرچینې د افغانستان په هره برخه کې تر برید لاندې نیولې دي.

جنرال جان نیکلسون زیاته کړې، چې د داعش ډلې د کمزوره کولو په برخه کې د افغان ځواکونو کړنې د ستاینې وړ دي.

هغه دا هم څرګنده کړې؛ اوس مونږ وینو، چې داعش د افغانستان په شمال کې ډېر تاوان لیدلی او ژور ټپونه یې اخیستي دي. ځینو حتا د خپل لوري د بدلولو پرېکړه په پام کې نیولې ده. لکه، چې مونږ پوهیږو ځینې یې طالب جنګیالي وه؛ خو له داعش سره یو ځای جنګیدل او اوس بېرته غواړي، چې له طالبانو سره یو ځای شي.

د هغه په وینا؛ داعش په شمال کې بد حالت لري او لار هم ترې ورکه ده.

دغه څلور ستوریز امریکایي جنرال د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو پر کموالي ټینګار کوي او وایي: د امریکا لخوا پر پاکستان ډېر فشارونه راغلي؛ د کال په لومړیو کې د مرستو ځنډېدل، د ناتو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا د اعلامیې صادریدل او له پاکستان څخه دا غوښتنه ، چې د سولې له بهیره ملاتړ وکړي. مونږ  کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر او له ولسمشر غني سره یې له لیدنې هرکلی کوو او هیله من یو، چې خبرې اترې، همکاري او فشار د دې سبب شي، چې پاکستان د سولې له بهیر ملاتړ وکړي، نه له طالبانو!

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو درې ورځې مخکې خپل خندق نومي پسرلني عملیات پیل کړي او ویلي یې دي، چې د دغو عملیاتو د تمرکز یوه برخه به پر بهرنیو ځواکونو بریدونه وي.

خبریالان: شریف حسنیار او  فواد ناصري

Trending

Exit mobile version