تازه خبرونه

طالبان د جګړې له لارې بري ته رسیدلی نشي- جنرال ووتل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکایي ځواکونو قومندان څرګنده کوې؛ تر هغې، چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې لپاره د خبرو میز ته چمتوالی ونښیي؛ دغه هېواد به پرې پوځي، ټولنیز او دیپلوماتیک فشار روان ساتي.  

که څه هم د سولې په اړه د ولسمشر غني له وړاندیزونو درې میاشتې تېرې شوي؛ خو طالبانو یې په اړه چوپتیا غوره ګڼلې ده.   

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووتل اړ شوی، چې ووایي: طالبان دې دا وړاندیزونه ومني او کنه د جګړې له لارې نشي کولی بریالي شي.

هغه د خبرو میز ته د طالبانو د راکښلو لپاره پر پوځي فشار ټینګار کړی او وایي، چې: نړیوال ائتلاف د امریکا تر مشرۍ لاندې د پوځي فشار د ترسره کولو تر څنګ غواړي پر طالبانو ټولنیز او دیپلوماتیک فشارونه هم زیات کړي، چې له حکومت سره خبرو او سولې ته زړه ښه کړي.  

هغه د ولسمشر د سولې وړاندیزونه وستایل او طالبانو ته وایي، چې دغه وړاندیزونه ومني.

د افغانستان ولسي جرګې غړي بیا په افغانستان کې د امریکا پر کړنو نیوکې کوي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازې سیمین بارکزۍ وایي؛ له هغې ورځې، چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شوی د هرې ورځې په تېریدو ناامني ډېریږي. آیا بهرنیان له خلکو سره مرسته کوي او که بل څه او یا هغه امکانات، چې لري ولې امنیت پرې خوندي کولی نشي.  

جنرال ووتل له دې مخکې د امریکایي ځواکونو د ډېرولو غوښتنه کړې وه؛ ځکه، چې د هغه په باور د سرتېرو له زیاتیدو سره زمونږ مشورتي ماموریت افغان ځواکونو ته ګټور کیږي.  

خبریال: نورالله بابکرخیل

Trending

Exit mobile version