بلخ @ps
طالبانو د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې پوځي اکاډمي جوړه کړې
د سرپل د پولیسو قومندان وایي، طالبانو دوه میاشتې مخکې د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ د سنګ سوراخ د اړوند سیمې په قرغیتون سیمه کې پوځي اکاډمي جوړه کړې، چې په کې درې سوه ازبکستاني ماشومان روزکیږي.
د سرپل د پولیسو قومندان خلیل الله دستیار وایي، په دې پوځي اډه کې نږدې درې سوه ماشومان، چې عمرونه یې له اتلس کلونو ټيټ دي، د دوه ازبکستاني روزونکیو لخوا روزل کیږي.
ښاغلی دستیار دغه اډه د اندېښنې وړ بولي او هغه زیاتوي، د عملیاتو لپاره پلان جوړ شوی؛ خو په وینا یې د دې اډې د له منځه وړلو لپاره باید هوایي بریدونه له کمانډو ځواکونوسره همغږي شي.
د دغه ولایت مدني فعالان پر دغې اډې اندېښنه ښیي.
د سرپل د مدني ټولنې د شبکې مرستیال عزت الله صمیم وایي، که مرکزي حکومت پام ونه کړي، شمال ولایتونه به له جدي خطرونو سره مخ شي.
د سنګ سوراخ سیمې اوسیدونکي وایي؛ دغه سیمه طالبانو ته پر خوندي مرکز اوښتې، چې ۲۵ جریبه مساحت لري او په کې د اوبو یوه چیبنه شته دی.