تازه خبرونه

طالبانو درې ورځنی اختریز اوربند اعلام کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د طالبانو رهبرۍ د حکومت د اته ورځني اوربند په غبرګون کې د کوچني اختر په ویاړ درې ورځنی اوربند اعلام کړ او ویلي یې دي، چې په دغه موده کې ان د حکومت سرتېري او مامورین د دوی تر کنترول لاندې سیمو ته هم تلی شي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې ويلي، چېرته، چې د دوی واک دی، د حکومت نظامي او غیر نظامي مامورین کولی شي د دوی تر لاس لاندې ساحو ته د خپلو او خپلوانو کورنیو ته ور شي.

مجاهد دا هم څرګنده کړې، چې دوی پخپله ټوله جګړه کې د اختر په مناسبت خپل تعرضي بریدونه توقف کړي؛ خو که بريد پرې وشي ځواب يې حق دی.

د هغه په وینا دوی خپلو سرتېرو ته امر کړی، چې ورسره هغه زندانیان هم خوشي کړي، چې د دوی پر وړاندې د بیا نه دریدلو ژمنه کوي.

طالبانو دغه راز په ډاګه کړې، چې بهرني ځواکونه د دغه اوربند برخه ندي او هغوی دې د طالبانو د بریدونو په وړاندې دفاع ته چمتووالی ونیسي.

مجاهد د امریکايي چارواکې لیزا کورتس د هغو څرګندونو په اړه، چې له طالبانو سره په خبرو کې ګډون کوي؛ وویل: دا څرګندونې مشروطې ښودل شوي او ښايي پایله ونلري.

د طالب ویاند په وینا: امریکا ویلي؛ د دغو خبرو مشري به د کابل ادارې په غاړه وي. په داسې حال کې، چې مونږ له امریکا سره مخامخ خبرې کوو؛ ځکه، چې جګړه مو له دوی سره ده.

سیاسي شنونکی نظر محمد مطمین وایي:  اوسنی اوربند د افغان حکومت او طالبانو د هوکړې په پای کې ندی شوی؛ دواړو خواوو د افغان ولس په غوښتنه دا کار کړی دی او تمدید یې هغه وخت امکان لري، چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه نوي.      

ولسمشرۍ د طالبانو له اوربنده هرکلی وکړ.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، چې حکومت له هر هغه عمل څخه تود هرکلی کوي، چې په هېواد کې پرې د وینو تویول دریږي.

د نوموړي په وینا؛ دا یوه پروسه ده او هیله ده، چې وغزول شي.

دا لومړی ځل دی، چې افغان حکومت او طالبانو د اوربند اعلان کړی دی.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د اوربند له اعلام مخکې، د اوربند په بهیر کې او وروسته له اوربنده به د تیارسۍ په حال کې وي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي: زمونږ هیله دا ده، چې  دغه اوربند د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وایي: شونی اوربند که تمدید شي، د ښکېلو خواوو تر منځ به باور رامنځته کړي او د افغانستان د خلکو د سولې خوب به پرې رښتینی شي.

همدا اوس د اوربند د رسمي نېټې تر رسیدو مخکې دواړه لوري سخته جګړه کې دي، د کندوز په قلعه زال کې طالبانو شل پولیس وژلي دي.   

د افغانستان ولسمشر غني د هېواد د عالمانو د متفقې فتوا له اعلان وروسته اوړمه ورځ نه یوازې دا، چې د هغې فتوا له موادو او محتوا ننګه کړې، بلکې د هغوی د اوربند له ضمني وړاندیزه هم ملاتړ ښکاره کړ او په یو انځوریز پیام کې یې په ډاګه کړه، چې: د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ نېټې څخه د کوچني اختر تر پېنځمې پورې ټولو افغان امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي، چې پر افغان وسلوالو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیاتودروي؛خو د داعش، القاعدې او نورو بین المللي تروریستي شبکو پر ضد به عملیات ادامه ولري.  

د ولسمشر په دې انځوریز پیغام کې د طالب زندانیانو او د حکومت تر لاس لاندې سیمو ته د طالبانو د تګ راتګ اړوند يې څه نه دي ويلي.

په افغان ولس کې د جګړې د ښکېلو لوریو له خوا د اوربند هرکلی شوی او هیله یې څرګنده کړې، چې یاد اوربند دې روان وساتل شي.

Trending

Exit mobile version