تازه خبرونه

طالبان د سیمې د استخباراتو پر نغوته سوله نه غواړي- سناتوران

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د اوربند پر درېیمه ورځ د وسلوالو طالبانو د بریدونو له پیلیدو څرګندیږي، چې دوی د سیمې د استخباراتو پر نغوته(اشاره) نه غواړي په هېواد کې سوله ټينګه شي.

د اختر په درې ورځو کې د وسلوالو طالبانو لخوا د اوربند له اعلانیدو او ښارونو ته د وسلوالو طالبانو له راتګ وروسته د سولې لپاره د افغانانو هیلې یو څه راژوندۍ شوې؛ خو د اوربند پر درېیمه ورځ د وسلوالو طالبانو لخوا په غزني کې د څو بریدونو او شپږ سرتېرو د وژنې له کبله خلک ناهیلي شول.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې وسلوال طالبان د سولې خلاف دي او هیڅ ډول ارزښتونه نه مني.

د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق وایي: په خواشینۍ، چې طالبانو د ارچي ولسوالۍ هغه سرتېري وژلي، چې د اوربند په ورځو کې یې میلمانه ول. دوی پر اسلامي او انساني ارزښتونو باور نلري او نه یې د اختر د ورځو له اوربنده پند واخیست، چې له سولې یې خوند اخیستی وای او یوځای شوي وه.  

د مشرانو جرګې غړی محمد حسن هوتک وایي: مشران یې نه غواړي، چې سوله راشي؛ خپله له هېواده د باندې له آسانتیاوو ډک ژوند تېروي. طالبان باید نور وپوهیږي او له جګړې لاس واخلي.

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې طالبان د سولې د تږي ولس غوښتنې بابیزه وګڼلې او بیا یې جګړه پیل کړه.

د مشرانو جرګې غړی باز محمد زرمتی وایي: د طالبانو له قومندانانو غواړو، چې تر کله به د هغو رهبرانو تر امر لاندې وي، چې نه غواړي سوله راشي. دوی باید اوربند غزولی وای؛ ځکه، چې سوله د خلکو غوښتنه وه. دوی دې خپلې غوښتنې د خبرو له لارې تر لاسه کړي.

د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال له امنیتي چارواکو غواړي، چې هر څومره ژر پر افغان ځواکونو د وسلوالو مخالفانو د بریدونو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال محمد علم ایزدیار وایي: د اوربند په پای کې سره له دې، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول؛ خو په خواشینۍ، چې د همدغو خلکو د وژلو شاهدان یو. دغه کړنې ښیي، چې پر بې رحمه لیوه رحم؛ له پسونو سره ستره جفا ده. خلک او دولت دې د دغو ډلو په اړه په خپلو پرېکړو کې پرېکنده دریځ غوره کړي.

که څه هم د مشرانو جرګې غړي د دولت له لوري د اوربند د اوږدولو ملاتړ کوي؛ خو ټينګار یې دا دی، چې د دغه اوربند له کبله د خلکو ژوند او امنیت ته د مخامخ ګواښونو د مخینوي لپاره باید جدي تدبیرونه هم ونیول شي.

خبریال:رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version