تازه خبرونه

طالبان د اوربند لپاره یوازې درې ورځې وخت لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې کاروان په ډاګه کړې؛ که طالبان په راتلونکیو درې ورځو کې د اوربند په اعلانولو خپله خپلواکي څرګنده نه کړي، دوی به د یو شمېر هغو سفارتونو مخې ته خیمې ودروي، چې د جګړې له اړخونو د ملاتړ شک پرې کیږي.

شپږ نیم سوه کیلو متره پر پښو راغلي د سولې تږي ځوانان څرګندوي، چې طالبانو ته درې ورځې وخت ورکړ شوی، چې د ولسمشر غني اعلان شوي اوربند په مقابل کې دوی هم اوربند اعلان کړي.

د سولې کاروان غړي وايي، که طالبان مثبت ځواب ورنکړي؛ نو دوی به د هغو سفارتونو مخې ته خیمې ووهي، چې ګومان پرې کیږي له طالبانو ملاتړ کوي او یا هم خپله د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي.

د دوی په وینا؛ اوسمهال پېنځه سفارتونه په نښه شوي او که اړتیا شي د نورو سفارتونو مخې ته به هم کینو او غوښتنه به ترې وشي، چې پر طالبانو او ټولو اړخونو د سولې راوستلو فشار زیات کړي.

د سولې کاروان غړی باچا خان مولاداد وايي؛ مونږ ولسمشر غني ته څلور وړاندیزونه وکړل او ورته مو وویل: پرته له دې، چې چاته زنګ ووهل شې دا وړاندیزونه ومنئ او هغه زمونږ څلور واړه وړاندیزونه ومنل. اوس مو له طالبانو غوښتنه داده: د اوربند په مقابل کې دې اوربند اعلان کړي، که یې داسې ونه کړل مونږ به د هغو سفارتونو مخې ته خیمې ودروو، چې ګومان کیږي له طالبانو ملاتړ کوي.

د سولې کاروان دغه راز په ډاګه کړې، چې ولس پر طالبانو ناز کړی او هغوی باید خپله خپلواکي ورته ثابته کړي، چې سولې ته لار اواره شي.

د سولې کاروان ویاند بسم الله وطندوست وایي: نن د طالبانو ویاند ویلي، چې د سولې کاروان دې د باګرام او امریکا سفارت مخې ته کیني. هغه زمونږ خپل پلان هم دی، چې د سفارتونو مخې ته به کینو؛ خو له طالبانو غواړو، چې تاسې هم  یو ځل ولس ته ځان ثابت کړئ، چې په خپلواکه توګه پرېکړې کولی شئ!

د سولې کاروان یو بل غړي ویلي، که طالبانو خپله خپلواکي ثابته کړه؛ هغوی به د خبرو اترو لپاره د ځای پر مشخصیدو کار وکړي.

د سولې کاروان غړی جمال ناصر وایي، چې که طالبانو خپل ځان خپلواک ثابت کړ؛ نو په دوه یم ګام کې به مونږ له هغوی سره خبرې پیل کړو او پر داسې یوه ځای به ورسره سلا شو، چې له حکومت سره خبرې په کې وکړي او پر سوله وغږیږي.

د سولې لپاره اوسمهال له پخوا نږدیوالی ډېر شوی او د امریکا ولس هم له خپلو نظامیانو پوښتلي، چې څنګه کیدلی شي سرتېري مو نور له افغانستان څخه خپلو کورونو ته ستانه شي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

Trending

Exit mobile version