تازه خبرونه

طالبان دې اوربند وکړي، چې داعش په آسانۍ له منځه یوسو- جنرال نیکلسون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ناتو وايي، که طالبان له حکومت سره اوربند وغزوي د ناتو، طالبانو او افغان حکومت یو ګډ دښمن داعش به په آسانۍ له منځه یوړل شي.

 په افغانستان کې د ناتو ماموریت هیله څرګنده کړې، چې پاکستان به دا ځل له افغان حکومت سره پر کړې ژمنه وفا وکړي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې څخه به پر پاکستان برید ونشي. په داسې حال کې، چې طالبانو د اختر له درې ورځني اوربند وروسته بیا اوربند ته زړه نه دی ښه کړی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جان نیکلسون وایي؛ مونږ، افغان ځواکونه او طالبان یو ګډ دښمن لرو، چې هغه داعش دی. که اوربند وغزیږي مونږ کولی شو د اوربند پر مهال د داعش پر وړاندې اغېزناک عملیات تر سره کړو.

نیکلسون وايي د افغان ځواکونو ځوان رهبریت، د کوماندو زیاتوالی او د هوايي ځواک غښتلتیا به افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې څو برابره غښتلي کړي.

د نوموړي په وینا؛ څلور زره کوماندو یا ځانګړي ځواکونه سږ کال د جګړې په ډګر کې زیات شوي او دا شمېر به راتلونکي کال ته دوه برابره شي. یعني پېنځه زره نور کوماندو به په راتلونکي کال کې د جګړې ډګر کې ښکېل شي او ډېرې الوتکې به هم ولري. دا هغه څه دي، چې کولی شي افغان ځواکونه ډېر غښتلي او بریالي کړي.

نیکلسون زیاته کړې؛ د پاکستان رول د افغانستان په سوله کې اړین دی او غوښتنه یې وکړه، چې پاکستان  دې له افغانستان سره په وروستیو اړیکو او تړونونو کې رښتینی واوسي، چې په سیمه کې ثبات رامنځته شي. هغه پاکستان ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به یې پر وړاندې ونه کارول شي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان سره د نړۍ د کلکې ژمنې په درلودلو مونږ باور نه کوو، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر وړاندې وکارول شي او له افغانستان څخه دې برید ورباندې وشي. او نړیوال ټولنه ژمنه ده، چې په دې برخه کې به کار کوي.

په همدې حال کې د پرېکنده ملاتړ مرستیال قومندان وايي، د طالبانو له لوري د اوربند نه غزېدو خواشیني کړي؛ خو زیاتوي، چې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال قومندان ریچارد جي کریپ ویل وایي: مونږ د طالبانو له خوا د اوربند نه غزېدو او د جګړې دوام ناهیلي کړي یو؛ خو مونږ په بشپړه توګه د افغان حکومت تر شا ولاړ یو او اوربند ته به تر هغه دوام ورکړو، چې حکومت دوام ورکړی.

له طالبانو څخه عامو خلکو او د سولې کاروان هم په کلکه غوښتنه کړې، چې جګړه بس، اوربند اعلان او سوله وکړي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

Trending

Exit mobile version