تازه خبرونه

طالبانو د سولې لپاره د هلمندي سوله غوښتونکیو غوښتنې ونه منلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې ولسي کاروان له طالبانو د اوربند غزول او د سولې خبرو پیل وغوښت؛ خو طالبانو نه یوازې د دوی درې ورځني ضرب الاجل ونه مانه، بلکې غوښتنې یې هم رد شوې.

د سولې لپاره د ولسي خوزښت مسوول اقبال خیبر د څرګندونو له مخې؛ دوی په یوه لیک کې له طالبانو غوښتي وه، چې اور بند وکړي، له دولت سره د سولې خبرې پیل کړي او د بهرنیو ځواکونو د وتو لپاره مهال وېش وټاکي؛ خو تر درې ورځني ضرب الاجل وروسته طالبانو د دې خوځښت هیڅ یوه غوښتنه ونه منله او ځواب یې ورنکړ.

دغه ولسي خوزښت هوډمن دی، چې د سولې تر خوندي کولو به له خپلو هڅو لاس نه اخلي.

ټاکل شوې دغه ولسي خوزښت سر له سبا په نوبتي توګه د پېنځه سفارتونو مخې ته د تحصن خیمې ودروي، چې درې ورځې به یې دغه اعتراض روان وي.  

د سولې لپاره د ولسي خوزښت مسوول اقبال خیبر غواړي، چې له یکشنبې څخه په نوبتي ډول لومړی د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ او بیا د امریکا، روسیې، پاکستان او ایران سفارتونو مخې خیمې ودروي، چې موخه مو د سولې غوښتنه ده.

د سولې لپاره د ولسي خوځښت غړي آزاد په ډاګه کړې؛ د طالبانو مشرانو له دوی سره په خصوصي او ځانګړې اړیکه کې  ټینګار کړی، چې بهرني ځواکونه دې له هېواده ووځي.

افغان حکومت د دې ولسي خوزښت ټول وړاندیزونه منلي. حتا له طالبانو سره د یوې میاشتې لپاره اوربند؛ خو طالبانو د دې خوزښت غوښتنې رد کړي دي.

حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل لپاره هڅې تیزې کړي دي.

د ولسمشر سلاکار عباس بصیر ویلي، له طالبانو سره د سولې خبرو د رسمي پیل لپاره د دوی غیر مستقیمې اړیکې روانې دي  او ژر به مخامخ خبرې پیل شي.

د هلمند له ولایته د سولې دغه ولسي خوزښت څه ناڅه اووه سوه کیلو متره لار پلې وهلې او پیاده تر کابله راغلي دي. دوی سوله غواړي او په وینا یې تر هغې به دغه هڅه جاري ساتي، چې سوله راغلې نه وي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version