تازه خبرونه

طالبانو په وردګ ولایت کې پوستې نیولي؛ وسلې او مهمات یې وړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

وسلوالو طالبانو د وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي؛ له لس ډېرې پوستې یې نیولي، وسلې او مهمات یې هم وړي دي.

جلریز د وردګ ولایت له مرکز میدانښار سره په خوا کې هغه ولسوالي ده، چې په کې ګڼشمېر وسلوال طالبان د افغان سرتېرو پر مرکزونو او پوستو بریدونه کوي. جلریز ته روانه زمونږ خبري ډله له میدانښار څخه لږ وړاندې په جګړه کې هغه وخت ایساره شوه، چې وسلوالو طالبانو پر دولتي سرتېرو ناڅاپه برید وکړ.

له میدانښار څخه جلریز ولسوالۍ ته تللی سړک، چې دا ولایت له بامیان سره نښلوي؛ د ترافیکو پر مخ تړلی او خلک د جګړو له وېرې له کورونو وتلي دي.

سرتېري له سختې جګړې وروسته اړ شول، چې بېرته را وګرځي. په دغه جګړه کې یو شمېر سرتېرو ته مرګ و ژوبله هم اوښتې ده.

وسلوال طالبان تر ډېره د خلکو له کورونو او باغونو پر افغان سرتېرو بریدونه کوي، چې افغان سرتېرو ته یې جګړه ستونزمنه کړې ده.

د ځانګړیو ځواکونو یو افسر وایي، چې دښمن ته د یوې مرمۍ ځواب پر دوه هغو ورکوو.

یو سرتېری وایي، چې سرک مو ترواک لاندې دی؛ جګړه شاوخوا روانه ده؛ خو دښمن د خلکو له کورونو پر مونږ بریدونه کوي.

دوی وايي؛ دوی هم کوښښ کوي، چې د ځمکې او هوا له لارې وسلوال طالبان وځپي.

ننګیالی نومی پولیس افسر وایي، چې تر پلچکونو لاندې ماینونه ږدي؛ موتر مو، چې ودریږي له ځنګله څخه پرمونږ بریدونه پیل کړي.   

د وردګو ولایت چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو هم پر وسلوالو طالبانو متقابل بریدونه پیل کړي دي.  د وردګ امنیت آمر امرالله پغمانی وایي، ځمکني او هوایي ځواکونه عملیات کوي او طالبانو ته درانده ځاني زیانونه اوښتي دي.

د چارواکو په باور دغه ولایت ته د اوربند په ورځو کې له نورو ولایتونو څخه ګڼ شمېر وسلوال راغلي دي.

د وردګ والي وايي، چې د دغه ولایت جګړه پاکستان توده ساتلې او وسلوال طالبان د پاکستان په اشاره جګړه کوي.

د وردګ والي محمد عارف شاه جهان زیاتوي؛ دوی سپین ږیري او ماشومان رادمخه کړل او د پخلاینې تر جامو لاندې پوستو ته رادننه شول.

وردګ د پلازمېنې کابل دروازه بلل کیږي. په دغه ولایت کې جګړې په داسې حال کې زور اخیستی، چې افغان ځواکونه اوس هم د اوربند په حالت کې دي او د وسلوالو ګولیو ته یې ټټر سپر کړی او دفاعي حالت لري.

خبریالان: باعث حیات و سیف الرحمان

Trending

Exit mobile version