تازه خبرونه

طالبان د هلمندي ځوانانو سوله ییزې هڅې بهرنۍ طرحه بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

وسلوالو طالبانو په وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې دغه حرکت د بهرنیو او حکومت طرحه ده.

وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو د هلمند د سوله غوښتونکيو ولسي حرکت د دښمن دسیسه بللې او له خلکو یې غوښتي، چې له دغه ډول استخباراتي او پټو دسیسو څخه ځان وساتي.

دغه خوزښت، چې اوس د ولسي کاروان په نوم مشهور دی؛ له یکشنبې راپریخوا په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر(یوناما) مخې ته د تحصن درې ورځنۍ خیمه درولې ده.

د سولې ولسي حرکت غړی وطن دوست د وسلوالو طالبانو دغه اعلامیه د پوښتنې وړ بولي او وایي، چې طالبانو مونږ د سولې او اوربند غوښتنې ته وهڅولو اوس خبره بله شوه.  

د دغه حرکت غړي ټینګار کوي، چې د سولې ولسي کاروان مو پروژه نده او نه یې څوک مالي  ملاتړ کوي؛ دا د ولسي حرکت دی.

د سولې ولسي کاروان مشر اقبال خیبر وایي؛ مونږ دولت او طالبانو ته د خپل ولسي حرکت ډاډ ورکړی؛ که هر چا په دې اړه نور اسناد پیدا کړل، مونږ دې محاکمه کړي.       

دغه حرکت له هلمنده  کابل ته د سولې او اوربند د غوښتنې لپاره ۷۰۰ کیلو متره پلې لار وهلې او کابل ته رارسیدلی دی. دوی د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د سولې لپاره زمېنې برابرې کړې. که څه هم د طالبانو لخوا یې د رد ځواب ترلاسه کړی؛ خو وایي، چې خپلې اړوند غوښتنې به روانې ساتو.

خبریاله : دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version