بلخ @ps

طالبانو د کندوز او قلعه ذال پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

طالبانو د جمعې په ورځ د کندوز او قلعه ذال په ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.

په کندوز کې د وسلوالو طالبانو ډله ییزو بریدونو ولایتي شورا اندېښمنه کړې ده.

د کندوز ولایتي شورا غړی صفی الله امیري وایی، طالبانو په خان آباد او قلعه ذال ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او د څو ساعتونه وجنګیدل.

دی زیاتوي، وسلوالو طالبانو په  قلعه ذال ولسوالۍ کې درې پوستې ونیولې او د جګړې له کبله د کندز– تخار لویه لار هم تړل شوې ده.

د کندوز پولیسو یو قومندان عبدالوهاب وایي، خان آباد ولسوالۍ  ته د نورو مرستندویو سرتېرو په رارسیدو وسلوال پر شا تمبول شوي او د دواړو لوریو تر منځ سخته جګړه روانه ده او په قلعه ذال ولسوالۍ کې هم د وسلوالو د ځپلو عملیات روان دي.

هغه زیاتوي، په دې جګړو کې اته وسلوال طالبان او دوه افغان سرتېري وژل شوي او څو وسلوال طالبان ټپیان دي.

د نوموړي په وینا؛ وسلوالو یوه پوسته هم نه ده نیولې.

د کندوز ولایتي شورا غړي او خلک روان وضعیت اندېښمن کړي او له مسوولینو غواړي، چې په دې برخه کې بشپړه پاملرنه وکړي.

Trending

Exit mobile version