بلخ @ps

طالبانو د تخار- کندوز له لویې لارې لسګونه مسافر یرغمل کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د دوشنبې پر سهار( د زمري ۲۹) طالبانو د کندوز ولایت د نیکپی په اړوند سیمه کې له تخاره د کابل پر لوري د روانو درې ۴۰۴ ډوله موترو سپرلۍ له ځانونو سره یرغمل کړي او څلور مسافرې ښځې یې خوشې کړې دي.

د کندوز ولایت د امنیت آمر صفی الله محزون د پېښې د منلو تر څنګ ویلي، چې امنیتي ځواکونو د تښتول شویو مسافرو د لټون او خلاصون په موخه په اړوند سیمه کې عملیات پیل کړي او دمګړۍ په سیمه کې نښته روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ په دارالامان ماڼۍ کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ کلیزې په نمانځغونډه کې له طالبانو سره درې میاشتنی مشروط اوربند اعلام کړی دی.

ویل کیږي، چې دغه درې میاشتنی اوربند( د عرفې له ورځې ان تر میلادالنبي پورې) چې د زمري له ۲۹ پیل او د لړم تر وروستیو به په هغه صورت کې روان وساتل شي، چې طالبان هم په دغو ورځو کې اوربند اعلام کړي او یا یې روان وساتي.

Trending

Exit mobile version