تازه خبرونه

طالبانو او سخت دریځو ډلو خپل حاکمیت پراخه کړی- سیګر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار اداره یا سیګر وايي، چې د وسلوالو طالبانو او سخت دریځو ډلو د حاکمیت ساحه پراخه شوې ده.

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې په تازه راپور کې راغلي، چې وسلوالو طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو په تېرو درې میاشتو کې د خپل حاکمیت ساحه یو څلوېښت اعشاریه پېنځه سلنې ته لوړه کړې ده.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ وسلوال مخالفین همدا اوس د افغانستان پر یو څلوېښت اعشاریه پېنځه سلنه خاوره واکمني لري، چې د تېرو درې میاشتو په پرتله یو په سلو کې ډېروالی ښيي.

سیګر وايي، چې د ولسوالیو پر کچه وسلوال مخالفین اتلس اعشاریه پېنځه په سلو کې ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې لري. افغان حکومت که څه هم د وسلوالو مخالفینو د چټک پرمختګ مخه نیولې؛ خو نه دي توانیدلی، چې د خپل حاکمیت ساحه پراخه کړي. روزګان، کندوز، هلمند هغه ولایتونه ګڼل شوي، چې زیاتره ولسوالۍ او سیمې یې د سیګر پر باور د وسلوالو طالبانو په واک کې دي.

افغان چارواکي د سیګر راپورونه په زیاترو مواردو کې له حقیقت څخه لیرې ګڼي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي، چې له ۴۰۰ ولسوالیو څخه یوازې ۱۱ ولسوالۍ تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي، چې په هغو کې هم زمونږ عملیات روان دي.

پخوانی امنیتي چارواکي هادي قریشي وایي، وسلوال مخالفان له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې واک و ځواک نلري؛ یوازې انفجار او انتحار ته یې ملاتړلې ده.  

د افغانستان د روڼتیا بنسټ مسوولین، چې له سیګر ادارې سره په څېړنو کې مرسته کوي؛ وايي د سیګر راپورونه پر واقعیتونو ولاړ دي.

د افغانستان د روڼتیا بنسټ رييس سید اکرام افضلي څرګندوي؛ هغه راپورونه، چې سیګر جوړوي د بشپړ ډاډ وړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت مسوولین د ملي دفاعي ځواکونو ملي ستراتیژي د ډاډ وړ بولي او په سلو کې اتیا  پلې شوې او افغان ځواکونه د ودې په حال کې بولي.

Trending

Exit mobile version