تازه خبرونه

طالبان د مل پاسوال رازق د قاتل مړی غواړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د تېرې چارشنبې پر ورځ د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د اړوند غرنۍ سیمې د یوې چورلکې د راغورزیدو په پېښه کې یو شمېر پوځيانو او د ولایتي شورا غړيو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، چې تر دې دمه یې مړي د هغو  کورنیو ته تسلیم شوي ندي او د طالبانو په واک کې پاتې دي.

د فراه والي ویاند ناصر مهري وایي، که څه هم طالبانو د ملکي وګړیو او د ولایتي شورا د غړې جمیلې امینې مړي د هغو کورنیو ته سپارلي؛ خو د ولایتي شورا د رییس فرید بختور او د ظفر ۲۰۷ قول اردو د مرستیال جنرال نعمت الله خلیل او نورو پوځیانو مړي سره صلیب او یا هم دولت ته ندي سپارل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د یوې خبرپاڼې د خپرولو تر څنګ د هغه بریدګر مړی غوښتی، چې د کندهار ولایت امنیه قومندان مل پاسوال رازق او د ملي امنیت رییس حسین خېل یې وژلي دي. پرته له دې به په راغورزیدلې چورلکه کې د پوځيانو او ولایتي شورا د غړیو جسدونه هم د هغو کورنیو ته ونه سپارل شي.

د هغو څېړنو له مخې، چې پر پېښې تر سره شوي ښيي: هغه چورلکه، چې د فراه ولایت په انار دره کې راغورزیدلې؛ له تخنیکي ستونزو سره مخ شوې وه.

په دې پېښه کې، چې تېره چارشنبه د فراه په اناردره کې راغورزیدلې ۲۷ کسان سپاره ول، چې ټولو په کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version