تازه خبرونه
طالبانو په فراه کې د چورلکې د مړیو پر سر د پیسو اخيستل رد کړل
طالبانو ويلي، په فراه کې د چورلکې د لویدو د پېښې د قربانیانو د جسدونو په بدل کې د پیسو د غوښتنې خبر حقیقت نلري او دوی هیڅکله داسې غوښتنه نده کړې.
د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی په انار دره کې د چورلکې د قربانیانو د جسدونو په بدل کې د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال رازق د قاتل د جسد غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي؛ دوی له دې کبله، چې د چورلکې په پېښه کې دوه ميرمنې هم وژل شوې وې؛ د هغو د عزت او حرمت له مخې يې جسدونه کورنيو ته سپارل شوي دي.
له دې وړاندې په فراه کې د ملي اردو د دوه يیمې لوا قومندان ذکریا مرزازاده رسنيو ته ویلي وه، چې طالبان د فراه د انار درې په غرونو کې د راغورزیدلې چورلکې د ۱۱ مړيو په بدل کې پیسې تر لاسه کړي دي.
تېره اوونۍ د فراه ولايت په انار درې ولسوالۍ کې د چورلکې د نسکوریدو په پېښه کې ۲۸ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی و.
طالبانو د تلې پر ۲۷ د جمعې پر ورځ په ډاګه کړې وه، چې د چورلکې د ټولو وژل شويو جسدونه له دوی سره دي؛ خو تر هغې به يې چاته ونه سپاري، چې د کندهار پر امنيه قومندان او نورو چارواکو د برید کوونکي مړی دوی او یا د هغه کورنۍ ته ونه سپارل شي.