تازه خبرونه
طالبان د امریکا منلې او شریکه ډله ده- سپنتا
د وفاق ملي تر سرلیک لاندې یوې ناستې ته په خبرو کې د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفرسپنتا ویلي، طالبان د امریکا منلې او شریکه ډله ده او د تېر په پرتله اوس په ډېرو سیمو کې هم واکمنه شوې ده.
ټاکل شوې سبا د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې یوه غونډه جوړه شي؛ خو د افغانستان سیاسي بهیرونه اندېښمن شوي، چې د سولې خبرې د افغانانو له مالکیته وتلې دي.
د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وایي: طالبان د هېواد په ډېرو سیمو کې واکمن شوي؛ د تېرو کلونو په پرتله د اوسني حکومت د خلکو ترمنځ ډېر ځای لري او پاکستان یې اوس هم ملاتړ کوي.
د مسکوجوړیدونکې غونډه هم د افغان سیاسیونو له عینکو نده غورزیدلې.
احمد ولي مسعود وایي، د سولې په نامه په حکومت کې قومي مسایلو ته لمن وهل کیږي.
د شهید احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود وایي: سوله او جګړه د افغانستان له خلکو سره تړاو نلري. د سولې په نامه قومي مسئلو ته لمن وهل کېږي او حکومت د سولې په نوم خپل سیاسي قدرت خوندي کوي.
د سیاسیونو تر منځ دا باور هم شته، چې حکومت نشي کولی له سیاسیونو پرته له طالبانو سره سوله وکړي.
د افغانستان د حراست او ثبات شورا غړی محمد عمر داوودزی وایي: حکومت نشي کولی د افغانانو په استازیتوب له طالبانو سره تړون لاسلیک کړي.
د نوموړي پر اند ټول اړخونه باید په دې تړون کې خپل لاسلیک وکړي.
سیاسي ګوندونه په داسې حال کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو اندېښمن دي، چې بهرنیو چارو وزارت د مسکو غونډې ته حکومتي ځانګړی استازی ندی ورلیږلی. دا په داسې حال کې ده، چې د سولې شورا یو پلاوی د حاجي دین محمد په مشرۍ مسکو ته رسیدلی دی.
د یادونې ده، چې د مسکو غونډې ته امریکایان او طالبان هم ور بلل شوي او په دې جوړیدونکې ناسته کې دواړو د ګډون پرېکړه هم کړې ده.
خبریال: اکبر لودین