بلخ @ps
طالبانو د تخار د پولیسو یو قومندان وژلی
Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱
امنیتي چارواکو ویلي، چې د تخار د پولیسو د عامه نظم او امن د کندک قومندان شاه طاووس د یکشنبې پر سهار( د مرغومي ۲) د طالبانو په کمین کې له خپلو دوه ساتونکیو سره وژل شوی او څلور سرتېري یې ټپیان دي.
د تخار پولیسو د امنیت آمر نظام الدین غوري وایي، چې دغه پېښه د یکشنبې پر سهار د چارتوت په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې شاه طاووس کندوز ولایت ته پر لاره و.
تخار د هېواد په شمال کې یو له نسبي امنیته برخمن ولایت دی؛ خو کله نا کله طالبان د دې ولایت په اړوند سیمو کې پر امنیتي ځواکونو ناڅاپي بریدونه کوي.