تازه خبرونه
طالبان د فراه ښار ته ننوتل او بېرته ووتل
تېره شپه د فراه ښار پر څو سیمو طالبانو پراخ بریدونه کړي او د لنډ وخت لپاره د فراه ښار ته ننوتل؛ خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه بریالي شول، چې دغه برید پر شا وتمبوي.
په روان کال کې دا دوه یم ځل دی، چې وسلوال طالبان د فراه ښار ته ننوځي او بېرته وځی.
د افغانستان د پوځ لوی درستیز شریف یفتلي وايي؛ وسلوالو طالبانو له څو خواوو د فراه ښار پر لویدیځه څنډه بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو لخوا له غبرګون سره مخ او شا تګ ته اړ شول.
د فراه والي ویاند ناصر مهري وايي، چې د ښار د خوندیتوب لپاره به تازه دمي سرتېري هم دغه ولایت ته راورسیږي.
د فراه ښار د ناامنیو په اړه اندېښنې راکمې شوې ندي او د ولایتي شورا غړی خیر محمد نورزايي وايي، چې ایران په دغه ولایت کې یو شمېر کسان د امریکا او داعش پر ضد پر وسلو سمبال کړي دي.
پوځي کارپوهان وايي، چې د جګړې کمزوری مدیریت د دې لامل شوی، چې ګڼې سیمې د وسلوالو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ لاس په لاس شي.
پوځي کارپوه محمد رادمنش وایي: ستونزې شته؛ خو باید د جګړې په ډګر کې همغږي رامنځته شي.
پوځي کارپوه محمد آګل مجاهد د اوبو بندونو ته په نغوته کې وایي: د جګړې بنسټیز لامل د بخش آباد د اوبو بند دی. دغه راز د فراه ولایت پوځي تشکیلاتو ته هم پوره پاملرنه نده شوې.
وسلوالو طالبانو تېره اوونی د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه کنډک برید وکړ، چې شل پولیس یې ووژل او دوه ویشت نور یې له ځان سره بوتلل؛ خو نیول شوي پولیس د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شول.