تازه خبرونه
طالبانو د غزني په جاغوري کې پرمختللې وسلې کارولي- محقق
د اجرايي ریاست دوه یم مرستیال وايي، چې وسلوالو طالبانو د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې شپیني دوربینونه او پرمختللې وسلې کارولې دي.
د غزني په جاغوریو او مالستان ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو له بریدونو یوه اوونۍ اوړي او جګړه اوس هم روانه ده.
د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق ويلي؛ وسلوال طالبان پر شپیني دوربینونو او پرمختللیو وسلو سمبال دي، چې له همدې کبله د جاغوري او مالستان په ځينو سیمو کې افغان ځواکونه او سیمه ییز وسلوال له ماتې سره مخ شوي دي.
محمد محقق دا هم په ډاګه کړې، چې د جغرافیاوي موقعیت له مخې په کار ده، چې د روانې ستونزې د حل لپاره جاغوري پر ولایت بدل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر ویاند د ولسمشر له قوله ویلي، چې جاغوري به پر ولایت بدل کړي.
هغه دا هم ویلي، چې په جاغوري او مالستان کې د وسلوالو طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره تازه دمي سرتېري لیږل شوي، چې له هوايي ملاتړه هم برخمن دي.