بلخ @ps
طالبانو له بلخ ولایت څخه سرپل ته د روان موتر ۲۵ مسافر تښتولي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د سرپل ولایتي شورا یوغړي په ډاګه کړې، چې یو طالب قومندان مهدي مجاهد نومي د دې ولایت د بلخاب ولسوالۍ د آق کبرک په اړوند سیمه کې د یوه موتر ۲۵ سپرلۍ تښتولي دي.
د سرپل ولایتي شوراغړی اسدالله خرم زیاتوي، دغه مسافر له بلخ ولایت څخه د سرپل بلخاب ولسوالۍ ته پر لاره و، چې د یاد طالب قومندان له لوري وتښتول شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ یاد مسافر دمګړۍ د سنچارک په کندلیک سیمه کې ساتل کیږي.
د سرپل پولیس وایي، چې دغه ۲۵ مسافر د بلخ ولایت له زارع او امرخ ولسوالۍ څخه تښتول شوي دي.
طالبانو تر دې دمه د دغو مسافرو د تښتولو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.