بلخ @ps

طالبانو په سمنګان کې د ډبرو سکرو له موترو د مالیې اخیستل پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سرچینې وايي، چې هره ورځ له دره صوف څخه د ډبرو سکرو څه نا څه دوه سوه لارۍ باریږي او طالبان هره میاشت له هر موتره اووه زره افغانۍ مالیه اخلي.

وروسته له هغې، چې وسلوالو طالبانو په سمنګان کې د دره صوف د ډبرو سکرو د لیږدوونکیو موترو یو سل و شل دریوران او کلینران له ځان سره یوړل او بیا یې ترې ۶۰ کسان خوشې کړل. اوس د سمنګانو ولایت چارواکي وايي، چې وسلوالو کسانو دغه کسان د پیسو په بدل کې خوشې کړي دي.

را خلاص شوی دریور فدا محمد وايي، چې وسلوال طالبان له دوی څخه د هر موتر پر سر د میاشتې اووه زره افغانې اخلي، د سمنګان د دره صوف د ډبرو سکرو له کان څخه هره ورځ دوه سوه لارۍ باریږي. دا څه حال دی، حکومت باید دغه حالت ته پاملرنه وکړي.

عبدالمتین نومی دریور وایي: امنیتي حالات په سمنګان کې خراب دي. وسلوال مخالفان د ډبرو سکرو له هر موتره میاشتنۍ پیسې غواړي؛ خو حکومت دغه کار ته پاملرنه نلري.  

د ډبرو سکرو یو بل دریور محمد نعیم نومی وایي: له مونږ څخه پیسې غوښتل کیږي؛ اړ یو، چې غوښتل شوې پیسې ورکړو. نه امنیت شته او نه بل څه، نه پوهیږم حکومت څه ته ګوري!   

په ولسي جرګه کې د سمنګانو ولایت استازي مخدوم عبدال الله محمدي وايي: که د وسلوالو طالبانو دغه عایداتي سرچینه وچه نشي، ښايي د دره صوف لار، چې له مزار سره نښلي سقوط وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ خلک اړ دي، چې طالبانو ته باج ورکړي اوکه نه پر مرګ ګواښل کیږي.  

د کانونو او پترولیم وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version