تازه خبرونه

طالبان به کابل ته له بیا راتلو سره خپلې سختې پالیسۍ نه پلې کوي!

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

رویترز خبري آژانس د طالبانو د مشرانو له خولې په ډاګه کړې، چې دا ډله به د سولې له تړون وروسته د نولس سوه نوییمې لسیزې په څېر خپلې سختې پالیسۍ نه پلې کوي او له دولتي ځواکونو به هم غچ  وانخیستل شي.

داسې باورونه هم شته، چې په نولس سوه نوییمه لسیزه کې د طالبانو رژیم وېرونکې او ترخې خاطرې پر ځای پرېښې دې. اوس، چې د سولې هڅې ګړندۍ شوي؛ طالبان هم هڅه کوي په خپلو دریځونو کې نرمښت وښیي او و وایي، چې نوییمې لسیزې ته نه ورګرزو.

 رویترز آژانش د طالبانو د مشرانو له خولې ویلي، چې طالبانو خپل لیدلوری بدل کړی او د سولې له تړون وروسته به د نولس سوه نوییمې لسیزې په څېر کالونو ته ولاړ نشي؛ هغه مهال د نجونو زدکړه او موسیقي بنده وه، پر مدني او نورو آزادیو محدودیت لګیدلی و او په غازي لوبغالي کې اعدامونه کیدل.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازی عبدالرحیم ایوبي وایي؛ د سولې په خبرو کې موخه د افغانستان د خلکو ارزښتونه دي( د بیان آزادي او بشري حقونه) که دا ارزښتونه ونه منل شي، سوله به هم نوي.    

طالبانو ویلي، چې د سولې له تړون وروسته به افغانستان ته نور ګواښ نه وي.

یو شمېر سیاسي څېرې ټینګار کوي، چې د بشري حقونو، بیان آزادۍ او د اووه لس کلنو لاسته راوړنې په ځانګړي توګه د ښځو په برخه کې باید له طالبانو سره په مذاکراتو کې د سرو کرښو په توګه خوندي شي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی لالی حمیدزی وایي؛ مونږ له هرې هغې سولې سره مخالف یو، چې ملي ارزښتونه په کې تر پښو لاندې شي.

افغان حکومت هم وایي، د څه باندې یوې لسیزې لاسته راوړنې به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې قرباني نشي.

دا، چې حکومت له کومو لارو غواړي، چې له طالبانو سره سوله وکړي د هېواد ستر درستیز محمد شریف یفتلي وایي، چې د هغو طالبانو او ترورستانو په وړانددې، چې د خلکو پر ضد جنګیږي؛ په روان کال کې به سیاسي، پوځي، اقتصادي او ټولنیز فشارونه تر سره کوو.

د ملي امنیت شورا سلاکار هم څرګنده کړې، چې د سولې په خبرو کې به د افغانستان د خلکو پر قربانيو هم معامله ونشي.

مخکې له دې د پاکستان ده نیشن ورځپاڼې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له خولې ویلي وه، چې افغان دولت او طالبانو د سولې د مخامخ خبرو پر پیل هوکړه کړې؛ خو تر اوسه دولت او طالبانو تائید کړې نده.

خبریال: باعث حیات.

Trending

Exit mobile version