بلخ @ps

طالبانو په سرپل کې ۴۶ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سرپل سیمه ییزو چارواکو رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه د دې ولايت پر صياد ولسوالۍ طالبانو بریدونه کړي، چې په کې ۲۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د سرپل والي عبدالقادر آشنا وایي، چې طالبانو پر صیاد ولسوالۍ، د سرپل –جوزجان پر لویه لار او د قشقري پر نفتي ساحو په بریدونو کې ۲۱ سرتېري وژلي او ۲۵ نور ټپیان دي.

یوې بلې سرچینې، چې ونه غوښتل نوم یې یاد شي ویلي، چې د آمو سیند د لویې لار د ساتنې د ټولي او د یصاد ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قومندانانو په ګؤون ۲۸ سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې ۴ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د سرپل ولایت د عامې روغتیا رییس نور احمد اسحاق زي هم آریانا نیوز ته ویلي، چې تر دې دمه دغه روغتون ته د پېښې له ځایه یوازې سرتېري رالیږدیدلي، چې په کې۲۰ سرتېري وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړندي. 

امنیتي چارواکو تر دې دمه د اړوند پېښې په اړه څه ندي ویلي.

د ولایتي شورا غړی سید اسدالله دانش سیمه ییز چارواکي پر بې تفاوتۍ تورنوي او وایي، که په سرپل ولایت ولایت کې د طالبانو د بریدونو مخه ونه نیول شي؛ وضعیت به لدې هم خراب شي.   

طالبانو د دغې جګړې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په کې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

سرپل د افغانستان د شمالي ولایتونو څخه یو ناامنه ولايت دی، چې تل ترې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه تر لاسه شوي دي.

Trending

Exit mobile version