تازه خبرونه
طالبانو په جوزجان کې سیمه ییزو پاڅونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې طالبانو تېره شپه د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ د کوکلداش په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوسته برید کړی دی.
د دې ولایت د فیض آباد ولسوال ویلي، چې په دې برید کې د سیمه ییزو پاڅونوالو ۶ کسان وژل شوي او یو کس یې طالبانو ژوندی نیولی دی.
د فیض آباد ولسوال الف شاه دا هم څرګنده کړې، چې طالبان د ولسوالۍ خواوشاه راټول شوي او غواړي بیا پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه تر سره کړي.
د نوموړي په وینا؛ تر دې دمه د وسلوالو مخالفانو د ځاني زیانونو په اړه معلومات نلرو؛ خو زیاتو، چې طالبانو د اړوند امنیتي پوستې ټول تجعیزات له ځان سره وړي دي.