تازه خبرونه
طالبانو په فراه ښار کې امنیتي پوسته نیولې او ۴ ملي پولیس یې وژلي
د فراه ولایتي شورا غړي وایي، چې تېره شپه طالبانو د فراه ښار د سلطان میر اغا پر امنیتي پوستې ډله ییز برید کړی او د پوستې د نیولو په بهیر کې یې څلور ملي پولیس وژلي او اړوند جنګي تجهیزات یې هم له ځان سره وړي دي.
د فراه ولایتي شورا رییس داد الله قانع زیاته کړې، چې تېره شپه د فراه په مرکز کې طالبانو د ملي پولیسو یوه پوسته نیولې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې څلور ملي پولیس وژل شوي او د پوستې له نیولو وروسته وسلوالو طالبانو ترې ټول جنګي تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.
د فراه پولیسو هم آریانا نیوز ته د سلطان میرآغا د پوستې سقوط منلې؛ خو د جزئیاتو له وړاندې کولو یې ډده کړې ده.
د فراه ولایتي شورا غړی خیر محمد نورزایي وسلوال طالبان تورن کړي، چې دغه ولایت ته یې د بهرنیو ځواکونو د بېرته راګرزیدو لپاره زمینه برابره کړې ده.
د نوموړي په وینا؛ که وسلوال طالبان له جګړې لاس واخلي، د افغانستان حکومت به له هېواده بهرني ځواکونه رخصت کړي.
د ملي پولیسو دغه امنیتي پوسته په داسې حال کې د طالبانو تر ولکې لاندې راځی، چې د پرېکنده ماموریت ځواکونه په دې ولایت کې پر طالبانو هوایي بریدونه هم ترسره کوي.
فراه په تېر یوه کال کې د امنیتي ځواکونو لپاره یو خونړی ولایت و، چې وسلوالو طالبانو په کې د امنیتي پوستو د نیولو پر مهال نه یوازې پرمختللې وسلې کارولي، بلکې امنیتي ځواکونو ته یې درانده ځاني زیانونه هم اړولي دي.
خبریال: خوشحال ځلاند