تازه خبرونه

طالبانو د پاکستان وړاندیز نه دی منلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو د پاکستان هغه وړاندیز چې اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد سره وګوري، نه دی منلی.

 طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، دا وړاندیز له پاکستاني چاوراکو سره د خلیلزاد تر  لیدنې وروسته طالبانو ته وشو؛ خو سرچینو ویلي چې طالبان نه غواړي د امریکا او دوی تر منځ خبرو کې وروسته له دې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات رول ولري. ویل کیږي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو  د اجنډا په  تړاو اختلاف هم لا نه دی حل  شوی.

د اریانا نیوز د رپوټ له مخې وېل کېږي چې څو ورځې زلمي خلیلزاد په اسلام آباد کې له لومړي وزیر عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو سره د سولې په تړاو خبرې کوي؛ ښایي یوه موخه هم د طالبانو او واشنګټن تر منځ خبرو ته د زمینې برابرول وي. همدا شان ویل کیږي چې پاکستان له طالبانو غوښتي چې په اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد سره وګوري؛ خو طالبانو دا وړاندیز نه دی منلی او ویلي یې دي چې د خلیلزاد په حضور کې په اسلام آباد کې په هیڅ یوې ناسته کې ګډون نه کوي.  

حسن حقیار سیاسي فعال په دې هکله وویل”خلیلزاد غواړي چې په پاکستان کې له طالبانو سره وګوري؛ خو طالبان غواړي چې په دې ناسته کې یوازي او او امریکایي لوري شتون ولري”

همدا شان طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې امریکا له طالبانو غوښتي لومړی له افغان دولت سره د سولې هوکړې ته ورسیږي، وروسه به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو کار وشي؛ خو طالبان لومړی د امریکایي ځواکونو وتل غواړي او وروسته له افغان دولت سره د سولې هوکړه.

په دې هکله یو بل تن  سید اکبر آغا د طالبانو پخوانی چارواکی آریانا نیوز ته وویل: “تر اوسه پورې هغه جنجال چې دی هغه حل شوی نه دی البته جنجال په دې دی چې طالبان غواړي چې د امریکایانو په وتلو باندې توافق راشي نو بیا به زمینه برابره شي د نورو خبرو ته”

بل خوا زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې که طالبان د سولې بهیر ته شا کړي، امریکا به له افغان دولت سره یو ځای له طالبانو سره وجنګیږي؛ خو اوس هم د  دولت رول  کم یادیږي.

د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري په دې هکله وویل”دا خبرې اترې زیاتره د مذاکراتو په موخه تر سره کېږي تر دوی په یو ډول یو ډول قانع کړي تر څو له حکومت سره خبرو ته کېښني”         

مخکې طالبانو هم ویلي و چې که زلمی خلیلزاد وغواړي  د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مسالې پرته په  نورو مواردو لکه د طالبانو د زندانیانو په آزادېدو او له تور نوملړ څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو په ویستو خبرې وکړي، طالبان به له امریکا سره خبرې وځنډوي.

Trending

Exit mobile version