تازه خبرونه

طالبان سولې ته لیوالتیا نلري- مشرانو جرګه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې وسلوال طالبان له افغان دولت سره د سولې لیوالتیا نلري او دولت دې د دغې دلې پر خلاف نوي تدابیر ونیسي.

مشرانو جرګه ژمنۍ رخصتۍ ته ځي؛ خو له وسلوالو طالبانو سره د سولې په خبرو کې ابهامات له ځان سره وړي.

دوی وايي، چې وسلوالو طالبانو په پاکستان کې له زلمی خلیلزاد سره له خبرو ډډه کړې او د سولې په خبرو کې صداقت نشته؛ نو، ځکه وېره څرګندوي، چې دغه بهیر به مثبتې پایلې ونلري.

د مشرانو جرګې غړی محی الدین مصنف وایي، چې وسلوال مخالفان سولې ته لواله ندي. روان پوځي عملیات یې په وړاندې ګټور دي او باید روان وساتل شي. په هغه صورت کې، چې پر طالبانو او ملاتړ کوونکیو یې فشارونه ډېر شي؛ نو کیدی شي سولې ته راوړاندې شي.   

د مشرانو جرګې غړیو ویلي؛ تر هغې، چې نړیواله ټولنه رښتینې همکاري ونکړي، په افغانستان کې به سوله ټینګه نشي.

دوی وايي، چې په ژمي کې باید پر وسلوالو طالبانو بریدونه ډېر شي.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وایي، چې طالبان سولې ته ژمن ندي. دوی غواړي، چې حکومت او امنیتي ځواکونه وغولوي او په روان ژمي کې د بریدونو مخه ونیسي. هغه سوله، چې ښه پایله ونلري؛ موخه په کې رښتیا نه، بلکې دروغ وي.  

د مشرانو جرګې رييس ويلي، چې دوی په ټولو پرېکړو کې ملي ګټو ته پام کړی او روښانه دریځ یې هم خپل کړی دی.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وایي، چې مشرانو جرګې تل د ملي ګټو، عدالت او د خلکو د ستونزو د حل لپاره غږ پورته کړی او خلک هم له روانو ننګونو اندېښنه ښیي.

د مشرانو جرګې غړي ټینګار کوي، چې له افغانستان سره د ستراتیژیکو تړونونو لرونکي هېوادونه باید له افغانستان سره پخپلو ژمنو ودریږي او د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version