Connect with us

تازه خبرونه

طالبان له سیاسي بهیرونو سره خبرو اترو ته چمتووالی لري-ګوندونه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یو شمېر سیاسي ګوندونه وایي؛ طالبانو له سیاسي بهیرونو غوښتي، چې خپل استازي د خبرو لپاره ځانګړي کړي؛ خو بیا نورسیاسي ګوندونه د طالبانو او امریکایانو خبرې مبهمې ګڼي او نیوکې پرې کوي.

په داسې حال کې، چې امریکا او طالبانو د افغانستان د سولې پر مهمو خواوو هوکړه کړې؛ خو د دوی تر منځ مبهمې خبرې سیاسي څېرو ته د اندېښنې وړ دي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي وایي؛ یو لړ مبهمې خبرې شته، چې د افغانستان راتلونکی زیانمنولی شي؛ خو بیا هم وروستي پرمختګونه هیله بښونکي دي.         

د قطر په ناستو کې طالبانو له افغان حکومت سره  له خبرو انکار کړی؛ خو یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې طالبانو له سترو سیاسي ګوندونو څخه د مخامخ خبرو اترو لپاره د مرکچيانو ورپېژندنه غوښتې ده.

د ګلبدین حکمتیار اسلامي ګوند لوړپوړی غړی همایون جریر وایي، چې مونږ د طالبانو د اند درناوی کوو؛ د افغانانو تر منځ خبرې باید پراخې او هراړخیزې وي. لدې خبرو باید یو اړخ هم لیرې پاتې نشي او د حکومت ښکېلتیا هم په کې اړینه ده.         

لا تر اوسه طالبانو له سیاسي بهیرونو سره د خبرو اترو په اړه څه ندي ویلي.

سیاسي فعال  نظر محمد مطمئن وایي؛ طالبانو ښکاره ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان له سیاسي بهیرونو سره به د نظام پر جوړښت بحث او خبرې کوي.    

سیاسیون باوري دي که د سولې خبرې د افغانانو تر منځ نه وي؛ کومه سوله، چې راځي ماتېدونکې او کړکیچ جوړونکې به وي.

د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال وایي؛ که داسې وي، چې د حکومت او مخالفانو تر منځ د سولې خبرې د دواړو اړخونو هوکړه رامنځته نکړي؛ د سولې دا بڼه به په افغانستان کې بلې جګړې ته زمینه برابره کړي.  

دې ټولو ته په کتو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي؛ د سولې د ټینګښت او جګړې د پای ته رسولو لپاره بیړه لري. د هغه په خبره اوس د دې وخت را رسیدلی، چې افغانان په بیړه د سولې رامنځته کولو لپاره له را منځته شوي فرصت کار واخلي؛ خو ولسمشر غني د سولې په هڅو کې پر تدبیر ټینګار کړی او ویلي یې دي نه غواړي، چې پایله یې ناورین جوړونکې وي.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!