سیمه ییز خبرونه
طالب بنديان باید د افغان دولت په مشوره خوشې شي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې تر اوسه هېڅ طالب زندانې د پاكستان له خوا په ديپلوماتیك ډول افغان حكومت ته نه دى سپارل شوى. د دغه وزارت چارواكي هيله لري، چې پاكستان هغه طالب بنديان خوشي كړي، چې د افغانستان د سولې د بهير لپاره ګټور ووسي.
اسلام آباد ته د افغان ولسمشر له سفر وروسته د پاكستان له خوا له بند څخه د اووه طالب مشرانو د خوشې كېدو خبر د كابل او اسلام آباد تر مېنځ د بحثونو لړى ګرمه كړه.
د افغانستان حكومت غواړي تر څو پاكستان ملا برادر او د هغه ملګري له بند څخه خلاص كړي تر څو د افغانستان د سولې د بهير لپاره ګټور تمام شي.
له اسلام آباد څخه د كابل د مكررو غوښتونو وروسته پاكستان د دغه هېواد له زندان څخه د اووه طالب مشرانو د خوشي كولو خبر وركوي.
منصور دادالله، سيد ولي، عبدالمنان، كريم آغا، شير افضل، ګل محمد او محمدزى هغه كسان دي، چې پاكستان له بند څخه خوشي كړي دي.
له همدې سره د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى له پاكستان څخه غواړي تر څو هغه طالب مشران له بنده خوشي كړي، چې د افغانستان د سولې د بهير په ګټه ووسي.
له پاكستان څخه د افغانستان يوه عمومي غوښتنه دا ده، چې طالب بنديان د افغان دولت په مشوره خوشي كړي خو دا ځل داسې ښكاري، چې پاكستان ياد اووه تنه طالب مشران د افغان دولت له مشورې پرته خوشې شوي دي.
له پاكستاني زندانونو څخه د طالب مشرانو خوشې كېدو د يو شمېر سياسي كارپوهانو غبرګون هم راپارولى دى.
پاكستان تېر كال هم د افغانستان د سولې د شورا په غوښتنه شپږويشت طالب بنديان د دغه هېواد له زندانونو خوشي كړي و، خو داسې اندېښنې موجودې دي، چې د پاكستان له خوا خوشي شوي يو شمېر طالب بنديان بېرته د وسله والو طالبانو له ليكو سره يو ځاى شوي او يو شمېر نورو يې تر اوسه د سولې په بهير كې كوم كار نه دى كړى.