سیمه ییز خبرونه

طالب بندیان باید له افغان حکومت سره په همغږی کې خوشې شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې عالي شورا له پاكستان ځخه غواړي، چې طالب بنديان له افغان حكومت سره په همغږي كې خوشې كړي. دا غوښتنه له هغو رپوټونو سره په يوه وخت مطرح كېږي چې وايې، ځينې طالب مشران، چې د پاكستان له زندانونو خوشې شوي، د دويم ځل لپاره يې د افغان دولت پر وړاندې وسلې پورته كړي دي.

دا په داسې حال كې ده، چې ويل كېږي تر اوسه ۲۶ طالب بنديان د پاكستان له زندانونو خوشې شوي دي.

د سولې د پروسې د چټكتيا لپاره د پاكستان له بنديخانو څخه د طالبانو آزادول له يوه كال را په دېخوا د افغان حكومت غوښتنه وه.

لدې سره په يوه وخت واشنګټن پست ورځپانې يو رپوټ خپور كړى، چې ښيي د پاكستان له زندانونو څخه يو شمېر طالب بنديان له خوشې كېدو وروسته بېرته د افغان دولت پر وړاندې د وسله والو مخالفينو ليكو ته ورغلي دي.

دې رپوټ ته د افغانستان د سولې عالي شورا هم غبرګون وښود.

د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلا كار محمد اسماعيل قاسم يار وايې، پاكستان بايد له افغان حكومت سره په همغږي كې طالب قوماندانان خوشې كړي.

په لندن كې پدې وروستيو كې د افغانستان، پاكستان او بريتانيا تر منځ په درې اړخيزه سرمشريزه كې هوكړه وشوه، چې د پاكستان له زندانونو څخه د طالبانو د خلاصون بهير بايد په همغږي كې پرمخ ولاړ شي، خو داسې ښكاري، چې حكومت د خوشې شويو طالبانو د برخليك په باب اندېښنه لري.

له دې سره په يوه وخت نړيوال ځواكونه، چې دا مهال  په افغانستان كې له طالبانو سره په جګړو بوخت دي، د طالب قوماندانانو د خلاصون په باب ليد لورى نه لري.

د آيساف وياند ګونتر كتز وایی:

دا د افغانستان او پاكستان تر منځ مسئله ده، آيساف د بندي طالبانو د خلاصون په باب نظر  نه څرګندوي.

په ۲۰۰۱ كال كې د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته ګن شمېر طالب مشرانو پاكستان ته پناه يوړه، خو تر اوسه د پاكستان په زندانونو كې د طالب بنديانو د دقيق شمېر په باب ارقام نشته.

Trending

Exit mobile version