تازه خبرونه
طالب مشران دې له پاکستان څخه راووځي-سید طیب آغا
په قطر کې د طالبانو د نارسمي سیاسي دفتر پخواني مشرسید طیب آغا یو شمېر رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د طالبانو مشر او د کمیسیونونو مشران دې له پاکستان څخه راووځي.
سید طیب اغا په یوه لیک کې څرګنده کړې: د طالبانو نوي مشر هبت الله اخوندزاده د سږ کال په جولای کې ورڅخه غوښتي، چې د قطر د دفتر مشري ومني؛ خو ده د همدې میاشتې په ۱۶ ورته په ځواب کې لیکلي: په دې شرط دا مسوولیت مني، چې د طالبانو مشر او د کمیسیونونو مشران له پاکستان څخه ووځي.
ده د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو اتباعو له حضور سره هم مخالفت کړی او د طالبانو په بریدونو کې یې د ملکیانو د وژل کیدو په وړاندې اندېښنه ښکاره کړې ده.
سید طیب آغا د طالبانو له مشره غوښتي؛ هغه کسان له خپلو لیکو وباسي، چې د پاکستان، ایران او نورو هیوادونو له استخباراتو سره مستقیم یا غیرمستقیمې اړیکي لري.
ویل کېږي، چې سید طیب آغا د پاکستان د فشار له کبله د ملا اختر محمد منصور له لوري د قطر د دفتر له مشرۍ لیرې شوی و.
ملا هیبت الله اخوند ته د سید طیب آغا په لیک کې د طالبانو مشر ته د امیرالمومنین د کلمې له کارولو سره مخالفت شوی دی.
تر دې دمه طالب مشرانو په دې اړه څه نه دي ویلي.