تازه خبرونه

طالب مشر ملا اخترمحمد منصور په بلوچستان کې وژل شوی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د افغانستان حکومت په ډاګه کړې، چې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور تېر مازدیګر په ۳:۴۵ دقیقو د پاکستان د بلوچستان آیالت په دالبندین نومې سيمه کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو پر ناڅاپي برید له منځه وړل شوی دی.

 د ملي وحدت حکومت د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ اخترمحمد منصور، چې ډېر وخت کيده تر څارنې لاندې و تېره ورځ په دالبندین سیمه کې چې په يو موتر کې سپور و له ملګرو سره يو ځای په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی.

 خبرپاڼه زیاتوي؛ په افغانستان کې ځانمرګي او نور ترهګريز بریدونه، چې له کبله يي زموږ ګران هېوادوال په شهادت رسيږي؛ هيڅ راز اسلامي او انساني توجې نشي لرلی او دا خبره د افغانستان مسلمان ولس او نړۍ ته اوس روښانه شوې ده.

 د خبرپاڼې له مخې؛ ترهګر باید پوه شي، چې د ترهګریزو بریدونو د دوام په لړ کې به دوی له منځه يو وړل شي او که غواړي له مرګ څخه خلاص شي؛ نو د خلاصون يوازنۍ لار يي داده، چې دوی باید خپله وسله پر ځمکه کيدي.

 د ولسمشرۍپه خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چېمنصور په پاکستان کې په پناغوښتنې نه یوازې حقایق پټ کړل، بلکې د خلکو په وژلو ، وحشت او د مخدره توکو پر قاچاق یې هم لاس پورې کړی او د افغانستان د ودې او پرمختګ مخه یې ډپ کړې وه. هغه جنګ غزاوه او ملګري یې د افغانستان له خلکو سره له دښمنۍ لاس نه اخلي.

 خبرپاڼه زیاتوي، د منصور وژنه نورو طالبانو ته فرصت ورکوي، چې له ورانکارو هڅو لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

 د یادونې وړ ده، چې شپږ پنځوس کلن ملا اختر د ملا عمر له مړینې وروسته د طالبانو د مشر په توګه راښکاره شوی و. نوموړي د طالبانو د حاکمیت پر مهال د هوایي چلند د وزیر په توګه دنده تر سره کړې او د ملا عمر د حاکمیت پر مهال دوه یم کس ګڼل شوی دی.

 

Trending

Exit mobile version