تازه خبرونه

طالب مشر پرملگرو د پخلاينې غږ کړى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د طالبانو د ډلې نوي مشر ملا اختر محمد منصور په يوه پيغام کې پرخپلو ملگرو طالبانو د پخلاينې غږ کړى دى.

د ملا اختر محمد منصور دغه پيغام ددوى د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا تېره ورځ رسنیوته رالیـږل شوى دى.

نوموړي په دغه پيغام کې ادعا کړې، چې د وروستيو بدلونونو له کبله د طالبانو ترمنځ کومه شخړه او بې اتفاقي نه ده رامنځته شوې.

د پخواني مشر ملامحمد عمر لهمړينې وروسته د هغه کورنۍ او يو شمېر نورو طالب مشرانو لومړی د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره مخالفت وښود او بیاڅو مياشتې وروسته له ملا محمد منصور سره یې خپل بيعت اعلان کړ.

ملا محمد منصور په دې پيغام کې طالبانو ته ويلي،چې امارت د کوم چا، فرد يا ډلې شخصي ملکيت نه دی، بلکېدا د ټولو گډ کور دی.

نوموړي زياته کړې؛ کوم کسان،چې د امارت د رهبرۍ په نوي تغير کوم ملاحظات لري، نو ملاحظات به يې له خير خواهۍ ډک وي.

Trending

Exit mobile version