تازه خبرونه
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې لومړنۍ خبري ناسته ترسره کړه
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې پر شپه له ماښام وروسته د زمري پر ۲۶ د کابل په رسنیو مرکز کې خبریالانو ته څرګنده کړه، چې طالبان له ۲۰ کلنو هڅو وروسته بریالي شول، چې بیا هم د بهرنیو نیواک ته د پای ټکی کېدي.
ذبیح الله مجاهد په لومړنۍ رسنیزه ناسته کې پر اوسني وضعیت یو څه رڼا واچوله او د کابل اوسیدونکیو ته یې ډاډ ورکړ، چې امنیت یې ورځ تر بلې د ډاډ وړ کیږي.
هغه په ډاګه کړې، طالبانو د جګړې د مخنیوي لپاره عمومي بښنه اعلان کړه او هیڅوک له هیچا غچ اخیستلی نشي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: هغه چا، چې له امریکایانو سره هم کار کړی ډاډمن اوسېدلی شي؛ پرته له وېرې او خطره خپل کارونه او دندې ترسره کولی شي.
د ښځو او نجونو د حقونو په اړه هغه په ډاګه کړې، چې د شریعت له احکامو سره سم د کار او زدکړو حق لري او هڅې یې د درناوي وړ دي.
هغه وایي؛ میرمنې د ټولنې یوه برخه ده او له همدې کبله په هر ځای کې، چې ورته اړتیا وي؛ کار کولی شي.
دغه راز هغه نړیوالې ټولنې ته هم ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر وړاندې ونکارول شي.
مجاهد د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب په یوه برخه کې وایي؛ پخوانی حکومت ضعیف و او د امنیتي ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغی. د افغانستان ټول خلک کولی شي د هېواد په پرمختګونو کې ونډه واخلي او خپلې نوښتګرې هڅې ترې ونه سپموي.
د رسنیو د خبري هڅو په اړه ذبیح الله مجاهد وویل، چې طالبان د ملي او خصوصي رسنیو هڅې اړینې بولي او ځانګړي رسنیز بنسټونه کولی شي خپلې خپرونې روانې وساتي او هغه څه خپاره نکړي، چې له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وي. دوی باید بې پرې وي او هیڅوک نشي کولی، قومي، سمتي، مذهبي او ژبنیو اختلافاتو ته لمن ووهي او په اړه یې تعصبي څرګندونې وکړي.
