تازه خبرونه
طالب پلاوي پاکستان ته مشورتي سفر کړی – سرچینې
طالبانو ته نږې پخوانیو سرچینو ویلي؛ په دوحه کې د سولې خبرو له ودرېدو وروسته، د ملا بردار په مشرۍ د طالبانو پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د مشورو لپاره پاکستان ته درې ورځنی سفر کړی دی.
د طالبانو پخواني غړي سید اکبر اغا ویلي: زه فکر کوم، چې دوی د مشورو د تر سره کولو لپاره پاکستان ته تللي؛ ځکه پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې رغنده رول لري.
د کابل سیاستوال وایي، چې پاکستان پر طالبانو ډېر ژور اغېز لري او له همدې کبله د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د سلا مشورو او نویو دندو لپاره اسلام آباد ته سفر کړی.
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي ویلي: دا روښانه ده، چې طالبان د راتلونکي په اړه د مشورې لپاره خپلو بادارانو ته تللي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی په دې اند دی، چې اسلام آباد به په دې درې ورځني سفر کې د دوحي خبرو له یو اصلي لوري سره نږدې اړیکې جوړې کړي.
په افغانستان کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ټویټ کړی، چې د ملا برادر درې ورځنی سفر پاکستان ته د اسلام آباد د پالیسۍ یوه برخه ده، چې د دوحې د سولې په خبرو کې له مهم افغان اړخو سره اړیکې ټینګې کړي.
په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو دواړو لوریو د لیندۍ پر ۲۲ هوکړه وکړه، چې د سولې خبرو بل پړاو د اجنډا لپاره به درې اوونۍ سلا مشورې کوي. دا خبرې به د مرغومې پر ۱۶ یا د جنورۍ پر پېنځمه بیا پیل شي.