سیمه ییز خبرونه
طاهر اشرفي: كه افغان حكومت بښنه ونه غواړي د ديني عالمانو په غونډه كې به ګډون ونه كړم
د پاكستاني چارواكو وروستۍ څرګندونې د افغان چارواكو د غبرګون لامل شوې. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د پاكستان د عالمانو د شورا د رئيس وروستې څرګندونې ښكاره كوي، چې نوموړۍ له هغې فتوا څخه پښېمانه دى، چې په افغانستان كې يې ځانمرګې بريدونه روا بللي وو.
د پاكستان د ديني عالمانو د شورا رئيس طاهر اشرفي وايي:
ده په افغانستان كې د ځانمرګو بريدونو جواز نه دى وركړى او افغان حكومت د ده په وړاندې بېځايه دريځ نيولى دى.
ده ويلي كه افغان حكومت ورڅخه بښنه ونه غواړي، د افغانستان او پاكستان د ديني عالمانو په غونډه كې به ګډون ونه كړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا سیامک هروي د طاهر اشرفي دا غوښتنې د منلو وړ نه بولي.
تر دې وړاندې د افغانستان د ولسمشر وياند ايمل فيضي د فرانسې خبرې اژانس ته ويلي وو، چې پاكستان د افغانستان د سولې له بهير څخه په شا شوى او سولې ته د وسله والو طالبانو د راضي كولو لپاره يې داسې شرطونه وړاندې كړي، چې منل يې ناشوني دي، خو د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وياند د ايمل فيضي څرګندونې رد كړي دي.
هغه ويلي، چې پاكستان د كوم شرط پرته د افغانستان د سولې له بهير سره همكاري كوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی لاهم ټينګار كوي، چې پاكستان د وسله والو طالبانو د رهبرانو ملاتړ كوي نو پاكستان ته په كار ده، چې سولې ته د طالبانو په راضي كولو كې همكاري وكړي.
تر دې وړاندې افغان حكومت ويلي وو، چې كه پاكستان د افغانستان د سولې له بهير سره همكاري نه كوي، نو دوى به له نورو لارو كار واخلي او د پاكستان د همكارۍ په تمه به نه كښېنې.