تازه خبرونه

طلبان به د جگړې له لارې خپلو موخو ته ونه رسيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امريكا د ستراتيژيكو مطالعاتو د انستيتوت د ځمكنيو وسلو د څېړني پوځي كارپوه د افغان ځواكونو وړتياوې ستايلې او ويلي يي دي، چې له افغانستان څخه به د نړيوالو ځواكونو له وتو وروسته طالبانو ته گرانه وي، چې خپلو موخو ته ورسيږي.

د امريكا د ستراتيژيكو مطالعاتو د انستيتوت د ځمكنيو وسلو د څېړني د برخې يوه لوړپوړي څېړونكي ډگرمن بن باري ويلي:

طالبان په خپله خيالي نړۍ كې دي او له افغانستان څخه به د نړيوالو ځواكونو له وتلو وروسته ونه شي كړاى خپلو موخو ته ورسيږي.

د نوموړي په وينا، افغان امنيتي ځواكونه كولى شي، چې له وسلوالو مخالفينو سره مبارزه وكړي او د راتلونكيو ټاكنو امنيت ونيسي.

د سياسي چارو كارپوهان محمد حسن ولسمل او احمد فرزان د دغه امريكايي پوځي څېړونكي څرگندونې په ځاى بولي؛ خو ټينگار كوي، چې د نړيوالو ځواكونو له ملاتړ پرته به افغان ځواكونو ته گرانه وي، چې ټولو امنيتي مسووليتونو ته اوږه وركړي.

كابل ښاريان وايي، د خپلو ځواكونو پر وړتياو باور لرو.

دوى وايي، كه بهرني ځواكونه وي او يا هم نه وي له افغان ځواكونو څخه به ملاتړ كوي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ناتو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن په خپلو تازه څرگندونو كې ويلي، كه د كابل- واشنگټن تر منځ امنيتي سند ژر لاسليك نه شي، له افغانستان سره به د نړيوالې ټولنې مرستې بندې شي او په دې صورت كې به افغان حكومت ته گرانه وي، چې د ۳۵۰ زره كسيز ځواك لگښتونه پوره كړي.

Trending

Exit mobile version