تازه خبرونه
طوفان هریرود د فوتبال د اتم پړاو په غوره لیګ سیالیو کې بریا خپله کړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
طوفان هریرود لوبډله بریالۍ شوه، چې د ۰-۱ په وړاندې شاهین آسمايي لوبډلې ته ماته ورکړي او د غوره لیګ د دغه پړاو د سیالیو اتلولي خپله کړي.
د لوبې په لومړۍ نیمه کې دواړه لوبډلې د ګول وهلو له چانسه بې برخې وې او لوبه صفر د صفر په وړاندې پای ته ورسیده.
د لومړي نیمايي په اضافي وخت کې حاتم شیردل وتوانید، چې ګول ووهي او د اتلولۍ جام له کابل څخه یو ځل بیا د هېواد لویدیځ ته ولیږدوي.
د یادونې ده، چې د هرات خلک د خپلو اتلانو د بري لپاره سړکونو ته راووتل او دغه بریایې له خوشحالیو ډکه ونمانځله.