تازه خبرونه

ظاهرقدیر د جنرال کمپبل څرگندونې پر ننگرهار یانو ملنډې بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

که څه هم داعش په ننگرهار کې د هرې ورځې په تېریدو خپل فعالیتونه پراخه کړي؛ خو د ولسي جرگی لومړی مرستیال ظاهرقدیر په افغانستان كې د غوڅ ملاتړ د ماموريت د قوماندان جنرال کمپبل دا څرگندونې، چې ویلي یي دي داعش غواړي له جلال آباده مرکزجوړکړي، په کلکه ردوي او دا پرننگرهاریانو ملنډې بولي.

دی وايي، داعش د ځينو هېوادونو استخباراتي جگړه ماره ډله ده، چې د خپلې مرموزې جگړې د اوږدولو اوخپلو گټوخوندي کولو له پاره یې جوړه كړې.

هغه زیاتوي، د دې پدیدې دمخنیوي له پاره پکارده، چې دنورو بنسټونو ترڅنگ ملي شورا هم خپل مسوولیت ترسره کړي.

ظاهرقدیر خپلې پخوانۍ نیوکې یو ځل بیا تکرار کړې او وایې، چې حکومت د داعش په مخنیوي کې خپل مسوولیت سم نه دی ترسره کړي.

د ملي دفاع وزیر معصوم ستانکزی   دا بې ځایه خبرې بولي او وايي، ځينې اشخاص د ځان د مطرح کولو له پاره پر نورو تورونه لگوي.

له یوې اوونۍ راهیسې د ننگرهارپه چپریهارولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ دافغان ځواکونو پوستونو ته نږدې نښتې روانې دي. ځايي خلک وايي، ډېرې سیمې له طالبانو داعش نیولي او حکومت د دې هرڅه تشه ننداره کوي.

خبریال: رحمت الله زیارمل.

 

Trending

Exit mobile version