سیمه ییز خبرونه

ظاهر طنين: كابل به ژر له واشنګټن سره امنيتي تړون لاسليك كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ملګرو ملتونو كې د افغانستان سفير ډاډمن دى، چې كابل به ژر له واشنګټن سره امنيتي تړون لاسليك كړي.

په ملګرو ملتونو كې د افغانستان سفير ظاهر طنين دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ ( د کب ۲۶ ) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه كې وكړې، چېرې، چې د يو بل كال لپاره په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سياسي ماموريت د تمديد پرېكړه وشوه.

نوموړی په داسې حال کې د افغانستان او امريكا تر منځ د تړون لاسليك ته خوشبينې ښودلې، چې ولسمشرحامد کرزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي تړون نه لاسليکوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي ظاهرطنین څرګندونې له هغو څرګندونو سره ډېر توپير لري، چې ولسمشرحامدکرزي د شنبې په ورځ ( د کب په ۲۴ ) د افغانستان د ملي شورا په پرانيسته كې وكړې.

افغان ولسمشر ويلي، چې امريكا كولى شي په روان كال كې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي همدارنګه ووېل، د افغانستان خلکو په لویه جرګه کې څرګنده کړه، چې له امریکا، ناټو او نړېوالې ټولنې سره د ستراتیژیکو اړیکو په لرلو باور لري زه باور لرم، چې دا تړون به ډېر ژر لاسليك شي.

سياسي کارپوه حفیظ الله ذکي او خبریال پرویز کاوه هم په دې باور دي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى بايد د ملي ګټو پر اساس له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك كړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ ټولو کاندیدانو هم ویلي، چې د بریالیتوب په صورت کې هرڅومره ژر، چې ممکنه وي له امریکا سره به امنیتي او دفاعي تړون لاسليک کړي.

Trending

Exit mobile version